د روغتیا نړیوال سازمان د اکسیجن د تولید ۵۰۰ پایې دستګاه وې د عامې روغتیا وزارت ته وسپارلې
دوشنبه، زمری ۴/۱۴۰۰
په افغانستان کې د روغتیا نړیوال سازمان عمومي رئیس، ډاکټر لیوډوپینګ د اکسیجن د تولید ۵۰۰ پایې (اکسیجن کانسینتراتور) دستګاه وې د یوې ناستې په ترڅ کې د عامې روغتیا وزارت مالي او اداري مرستیالې ډاکتر وژمه سالمي ته وسپارلې.
ډاکتر لیو، په دغه ناسته کې وویل: زه خوښ یم چې د افغانستان د عامې روغتیا وزارت سره د اکسیجن د تولید ۵۰۰ پایې دستګاه وؤ د تسلیمۍ په مراسمو کې ګډون لرم او هیله من یم چې دا مرسته په دغه هېواد کې د کورونا ویروس پر وړاندې د مبارزې په برخه کې یو مثبت ګام وي.
سربېره پردې، هغه د افغانستان د عامې روغتیا وزارت سره د روغتیا نړیوال سازمان لخوا د بېړنیو کېټونو د مرستې یادونه وکړه او د افغانستان د روغتیا سکټور سره یې د همکاریو پر دوام ټینګار وکړ.
د عامې روغتیا وزارت مالي او اداري مرستیالې ډاکتر وژمه سالمي، په دې حساسو شرایطو کې د روغتیا نړیوال سازمان مرستې او همکارۍ څخه مننه وکړه او ژمنه یې وکړه چې دغه دستګاه وې به د اړتیا سره سم په عادلانه ډول روغتیایي مرکزونو ته ووېشي.
د یادونې وړ ده چې دغه دستګاه وې په یوه دقیقه کې د ۸ لیتر اکسیجن د تولید ظرفیت لري.