په تخار ولایت کې یوولس درملتونونه او معاینه خانې وتړل شوې

شنبه، کب ١٤٠٠/١٤
د تخار ولایت د عامې روغتیا ریاست د یو څارنیز پروګرام په ترڅ کې د دغه ولایت له درملتونونو او معاینه خانو څخه څارنه وکړه.
په دې څارنیز پروګرام کې پنځه درملتونونه او شپږ معاینه خانې د مسلکي کسانو او د کار جوازونو د نشتوالي له امله وتړل.
په دې پروګرام کې د دغه ولایت د عامې روغتیا ریاست د روغتیایي قوانینو د تطبیق امریت د څارنې ټیم مسوولینو او مل پلاوي ګډون کړی و.