د عامې روغتیا وزیر، ښاغلي ډاکټر قلندر عباد د وزارت د مرکزي رئیسانو او د انکشافي پروژو له مسئولینو سره د همغږۍ په موخه ناسته ترسره کړه
په دې ناسته کې د عامې روغتیا وزارت پر تدارکاتي موضوعاتو، قراردادونو، ګمارنو، د عادي او انکشافي بودیجې پر لګښتونو، د انکشافي پروژو پر مالي موضوعاتو، د پروژو د تطبیق په مخ کې د شته خنډونو د له منځه وړلو، روغتونونو ته په خپل وخت د درملو اخیستلو او ګڼو اداري او مالي موضوعاتو په اړه بحث او خبرې ترسره شوې.