د داوطلبۍ خبرتیا
Publish Date
Closing Date
د عامې روغتیا وزارت د تدارکاتو ریاست ټولو شرایطو پوره کوونکو داوطلبانو ته بلنه ورکوي څو د عامې روغتیا وزارت د کوچیانو او عودت کننده گان د پروژی د اړتیا وړ MOPH/ NHCD /NCB/1402/G01 شمیره حوالې (ریفرینس) لرونکی د 93 قلمو درملو د تدارک د داوطلبۍ په پروسه کې ګډون وکړي او د شرطپاڼې سافت کاپي د فلش یا حافظې له لارې ترلاسه کړي، او خپل وړاندیزونه (آفرونه) په شرطپاڼه کې د لیکل شویو شرایطو او د تدارکارتو د قانون او طرز العمل سره سم په سرتړلي بڼه ددې اعلان د خپریدو له نېټې څخه د 08/08/1402 نېټې، د دو شنبی ورځې د سهار تر لسو بجو پورې د عامې روغتیا وزارت په څلورلارې کې، د عامې روغتیا وزارت د تدارکاتو ریاست د آفرونو د خلاصولو خونې (اطاق) ته وسپاري. ناوخته رارسیدلي او د انټرنیټ له لارې راغلي آفرونه د منلو وړ ندي.
د آفر تضمین د بانکي تضمین په بڼه له یو اعتباري بانک څخه 650,000 (شپژسوه او پنځوس زره ) افغانۍ دی او د آفرونو د خلاصولو جلسه 08/08/1402 نېټه، د دو شنبې په ورځ د سهار په لسو بجو د عامې روغتیا وزارت څلورلارې ته څیرمه، د عامې روغتیا وزارت د تدارکاتو ریاست د آفرونو د خلاصولو په خونه کې ترسره کیژی.