د چاپېریال روغتیا ریاست له لوري مرکز کابل کې نظارت تر سره شو
د عامې روغتیا وزارت د چاپېریال روغتیا ریاست د څارنې ټیم له لوري په تېره یوه اونۍ کی د مرکز کابل ښار اړوند له ٨٧ بېلا بېلو توکو پلورنځیو څخه نظارت ترسره شوی.
د یاد نظارت په پایله د یو شمېر خوراکي توکو له پلورنځیو څخه لسګونه قلمه له نېټې تېر خوراکي توکي چې ۱۳۵۲ کېلو ګرامه وزن یې درلود راټول شوي او له منځه وړل شوي دي.
همداراز د یاد ریاست د مسؤلینو له لوري یو شمېر خوراکي توکو پلورونکو ته د روغتیايي قوانینو د پاملرنې موخه لازمې سپارښتنې ترسره شوي.