د  پروسو د ساده کولو په مرسته په اداري چارو کې د اسانتیا راوستو په موخه د هوکړه لیکونو لاسلیک غونډه ترسره شوه

rasooli_admin
Wed, May 15 2024 3:41 PM
MOPH

په دې غونډه کې چې د افغانستان اسلامي امارت د رسنیو په مرکز کې جوړه شوې وه د ریاست الوزراء عالي مقام اداري مرستیال، ښاغلي مولوي عبدالسلام حنفي، د چارو ادارې لوی رئیس، نورالحق انور، د عامې روغتیا وزارت د روغتیايي خدمتونو د وړاندې کولو مرستیال، ښاغلي مولوي عبدالولي حقاني او د یو شمېر نورو وزارتونو او ریاستونو مرستیالانو او استازو ګډون کړی و.

د عامې روغتیا وزارت د روغتیايي خدمتونو د وړاندې کولو مرستیال، ښاغلي مولوي عبدالولي حقاني د پروسو د ساده کولو موخه په اداري چارو کې اسانتیا یاده کړه او ویې ویل، د دې پروسې په تطبیق سره به په اداري چارو کې روڼتیا، د مراجعینو د ګڼې ګوڼې مخنیوی، د حکومت او خلکو ترمنځ د واټن کموالی، د اسنادو په طی مراحلو کې اسانتیا او په اداري چارو کې لا موثریت رامنځته شي.

د یادونې وړ ده، چې دغه پروسه د چارو ادارې لوی ریاست تر چتر لاندې د اداري اصلاحاتو او ملکي خدمتونو ادارې له لورې پلي کېږي، چې پخوا یې هم د یو شمېر وزارتونو، ریاستونو او اداراتو سره په دې برخه کې هوکړه لیکونه لاسلیک کړي او دا ځل یې د عامې روغتیا وزارت، پوهنې وزارت، کرنې او مالدارۍ وزارت، برېښنا شرکت، کابل ښاروالۍ او د ښاروالۍ د انسجام لوی ریاست سره د پروسو د ساده کولو په برخه کې هوکړه لیکونه لاسلیک کړل.

Latest news

Sun, Nov 01 2026 3:46 PM
Background image

Ministry of Public Health to Procure MRI Machine Worth Over AFN 101.5 Million for the Radiology Institute

The Ministry of Public Health has initiated the procurement process for a 1.5-Tesla MRI machine for the Radiology Institute using the Ministry's budget for the 1405 fiscal year. The. . .

Sun, Nov 01 2026 3:40 PM
Background image

The Ministry of Public Health’s Central Blood Bank Holds Public Awareness and Voluntary Blood Donation Campaign at Azizi Bank’s Central Office

During the campaign, 33,000 cc of blood was voluntarily collected from 66 Azizi Bank officials and visitors and transferred to the Central Blood Bank. Following the necessary medical. . .

BACK TO NEWS