د ځاځي آریوب ولسوالۍ په ملي پارک کې سیلانیانو ته په وړیا توګه روغتیايي خدمتونه وړاندې شوي دي
د پکتیا ولایت د عامې روغتیا ریاست له لوري د ځاځي آریوب ولسوالۍ سپینې شګې سیمې ملي پارک کې د ګرځنده روغتیايي ټیمونو له لوري داخلي سیلانیانو ته د لوی اختر په څلورو ورځو کې په وړیا توګه روغتیايي خدمتونه وړاندې شوي دي.
په یادو څلورو ورځو کې چې نږدې ۹۰۰ تنو ته په وړیا توګه لومړني روغتیايي خدمات وړاندې شول د سیلانیانو او سیمې ته د راتلونکو هیوادوالو لپاره د خورا اسانۍ او سهولت ذریعه وګرځیدل.
د عامې روغتیا وزارت هڅه کوي چې د هیواد په هره سیمه او هر وګړي ته معیاري روغتیایي خدمات وړاندې کړي.