جلالتمآب جمهوررئیس محمد اشرف غني د کنړ ولایت د ۲۰۰ بستریز روغتون بنسټ ډبره او د عامې روغتیا اداري تعمیر پرانېست

Panah_moph
Sat, Mar 09 2019 9:05 AM
جلالتمآب جمهوررئیس محمد اشرف غني د کنړ ولایت د ۲۰۰ بستریز روغتون بنسټ ډبره او د عامې روغتیا اداري تعمیر پرانېست

١٥ حوت ١٣٩٧ د افغانستان د اسلامي جمهوریت جلالتمآب جمهور رئیس محمد اشرف غني نن سهار د کنړ ولایت مرکز اسعد آباد ته له رسېدو وروسته د دغه ولایت د ۲۰۰ بستریز روغتون بنسټ ډبره کېښوده.


جمهوررئیس د یاد روغتون د بنسټ ډبرې له اېښودلو وروسته وویل، دا د یو بنسټیز بدلون پیل دی او هیله لرم چې د دغه روغتون بېلا بېلې برخې د کنړ د شخصیتونو په نوم ونومول شي.
د کنړ۲۰۰ بستریز روغتون پر ودانی ۳۶۰ میلیون افغانۍ لګښت راځي چې د افغانستان حکومت له بودجې ورکول کېږي.
دغه راز د افغانستان د اسلامي جمهوریت جلالتمآب جمهور رئیس محمد اشرف د عامې روغتیا اداري تعمیر پرانېست.
جمهوررئیس غني د یادې ودانۍ د پرانیستنې پر مهال ډاکټرانو ته د مبارکۍ ترڅنګ وویل: عامې روغتیا وزارت ته مې لارښوونه ده چې د تجهیز او د خدماتو د کیفیت په لوړولو تمرکز وکړي.
د کونړ ولایت د عامې روغتیا اداري ودانۍ چې د جمهور رئیس له خوا پرانیستل شوه او ګټې اخیستنې ته چمتو ده، له ۱۹۰۵۰۰۰۰ نورلس میلیونه او پنځوس زره افغانیو په لګښت په معیاري ډول جوړه شوې.

Latest news

Wed, Apr 24 2024 3:24 PM
Background image

Minister of Public Health meets with official from Malysia

His Excellency Dr Qalandar Ebad, the Minister of Public Health in the Islamic Emirate of Afghanistan, hosted a meeting in his office with Dr. Shazalina Zainul Abidin, Director of. . .

Wed, Apr 24 2024 3:14 PM
Background image

Construction commences on a new 240-bed provincial hospital in Samangan

Construction has commenced on a new 240-bed provincial hospital in Samangan, following concerted efforts by the Ministry of Public Health leadership and a decree from the esteemed. . .

Wed, Apr 24 2024 3:11 PM
Background image

Inspection of Private Sectors in Takhar Province

The committees tasked with environmental health and the enforcement of health regulations in Takhar province have reported the collection and disposal of over one ton of expired and. . .

BACK TO NEWS