د داوطلبۍ خبرتیا!

rasooli_admin
MOPH

Publish Date

Closing Date

د اتاترک د کوچنیانو درملنې ملي روغتون لخوا د ۱۴۰۳ مالي کال لپاره د اړتیا وړ ۲۰۳ قلمه (درملو،لابراتوار ریجنټونو، د وینې بانک ریجنټونو او طبي ملزمو چمتو کول او عرضه کول!

  شمېره ( MOPH/ATNHC/NCB/1403/G06)  

د اتاترک د کوچنیانو درملنې ملي روغتون ټولو په شرایطو برابرو داوطلبانو ته بلنه ورکوي، چې په پورته ذکر شوې داوطلبۍ  کې برخه واخلي او د اړوند شرطپاڼې کاپي په حافظه یا فلش ډیسک کې ترلاسه کړي، خپل وړاندیزونه

په شرطپاڼه کې د لیکل شویو شرایطو او د تدارکاتو د قانون او طرزالعمل سره سم په سر تړلي بڼه د دې اعلان د خپرېدو له نېټې  تر چهارشنبې ورځې (۱۱/۷/۱۴۰۳) نېټه د ماسپښین تر ۰۳:۰۰ بجو پورې د اتاترک د کوچنیانو ملي روغتون - C بلاک - دوهم منزل- د قراردادونو مدیریت ته وسپارئ.

 ترلاسه شوي وړاندیزونه د آفرونو ذخیروي بکس کې ځای پرځای کېږی او د موظف هیئت لخوا مهراولاک کېږی.

 ناوخته رارسېدلي او د انټرنیټ له لارې استول شوي وړاندیزونه د منلو وړ نه دي.

د وړاندیز تضمین د بانکي حساب له مخې د ۳۶۸،۰۰۰ درې سوه اته شپېته زره افغانی دی او د وړاندیزونو د پرانیستې غونډه به د پنجشنبې په ورځ ۱۲/۷/۱۴۰۳ د سهار په ۱۰:۰۰ بجو د اتاترک د کوچنیانو ملي روغتون - C بلاک – څلورم منزل د کنفرانس خونه کې ترسره کېږی.