د اکمال تخصص د ترینر متخصصینو د دویمې دورې وروستۍ پایلې اعلان شوې

rasooli_admin
Mon, Sep 30 2024 4:02 PM
MOPH

د عامې روغتیا وزارت د اکمال تخصص عمومي ریاست د ترینر متخصصینو د دویمې دورې وروستۍ پایلې، چې مخکې یې تحریري او عملي ازموینه ورکړې وه نن اعلان کړې!

په دې ازموینه کې ۳۹ تنه هغه نوماندان چې لوړې نمرې یې ترلاسه کړي، د اسنادو له راتلونکو قانوني پړاوونو له بشپړېدو وروسته به په مرکز کابل او ولایتي تخصصي روغتونونو کې د خپلې خوښې اړوند څانګو ته ور وپېژندل شي.

د یادونې وړ ده، چې په هېواد کې د اسلامي امارت د واکمنېدو راپدېخوا د عامې روغتیا وزارت د اکمال تخصص ریاست توانېدلی، چې د مرکز کابل او ولایتونو په تخصصي روغتونونو کې ۸۸ تنه د ترینر متخصصینو په توګه وګماري، چې یاده لړۍ اوس هم دوام لري.

Latest news

Tue, Apr 28 2026 3:57 PM
Background image

A ten-bed haemodialysis unit has been officially put into operation at Helmand Provincial Hospital

The opening ceremony was attended by Helmand Governor Haji Maulvi Amaanuddin Mansoor, Public Health Director Dr. Naqibullah Fateh, as well as a number of other officials and healthcare. . .

BACK TO NEWS