د داوطلبۍ خبرتیا!
Publish Date
Closing Date
د عامې روغتیا وزارت د تدارکاتو ریاست ټولو شرایطو پوره کوونکو داوطلبانو ته بلنه ورکوي؛ څو د عامې روغتیا وزارت اړوند 1403 مالي کال د مرکزي دفترونو او دوهمي واحدونو د اړتیا وړ ژمي البسه او د کار کالیو داوطلبۍ په پروسه کې چې د MOPH/1403/NCB/G52 شمېرې لرونکی ده ګډون وکړي او د شرطپاڼې سافټ کاپي د فلش یا ورته حافظې له لارې ترلاسه کړي، او خپل وړاندیزونه (آفرونه) په شرطپاڼه کې د لیکل شویو شرایطو او د تدارکارتو قانون او طرز العمل سره سم په سرتړلي بڼه د دې اعلان د خپرېدو سره سم د 17/09/1403 نېټې، د شنبې ورځې د سهار تر لسو بجو پورې د عامې روغتیا وزارت څلورلارې ته څېرمه د عامې روغتیا وزارت د تدارکاتو ریاست د آفر پرانستې خونې (اطاق) ته وسپاري.
ناوخته رارسېدلي او د انټرنیټ له لارې راغلي آفرونه د منلو وړ نه دي.
د آفر تضمین د بانکي تضمین په بڼه له یو اعتباري بانک څخه (200,000) دوه سوه زره افغانۍ دی او د آفر پرانستې غونډه د 17/09/1403 نېټه د شنبې ورځ د سهار په لسو بجو د عامې روغتیا وزارت څلورلارې ته څېرمه، د عامې روغتیا وزارت د تدارکاتو ریاست د آفر پرانستې په خونه کې ترسره کېږي.