د داوطلبۍ خبرتیا!

rasooli_admin
moph

Publish Date

Closing Date

د عامې روغتیا وزارت د تدارکاتو ریاست ټولو شرایطو پوره کوونکو داوطلبانو ته بلنه ورکوي؛ څو د عامې روغتیا وزارت اړوند 1403 مالي کال د مرکزي دفترونو او دوهمي واحدونو د اړتیا وړ ژمي البسه او د کار کالیو داوطلبۍ په پروسه کې چې د MOPH/1403/NCB/G52 شمېرې لرونکی ده  ګډون وکړي او د شرطپاڼې سافټ کاپي د فلش یا ورته حافظې له لارې ترلاسه کړي، او خپل وړاندیزونه (آفرونه) په شرطپاڼه کې د لیکل شویو شرایطو او د تدارکارتو قانون او طرز العمل سره سم په سرتړلي بڼه د دې اعلان د خپرېدو سره سم  د 17/09/1403  نېټې، د شنبې ورځې د سهار تر لسو بجو پورې د عامې روغتیا وزارت څلورلارې ته څېرمه د عامې روغتیا وزارت د تدارکاتو ریاست د آفر پرانستې خونې (اطاق) ته وسپاري.

ناوخته رارسېدلي او د انټرنیټ له لارې راغلي آفرونه د منلو وړ نه دي.

د آفر تضمین د بانکي تضمین په بڼه له یو اعتباري بانک څخه (200,000)  دوه سوه زره افغانۍ دی او د آفر پرانستې غونډه د 17/09/1403  نېټه د شنبې ورځ د سهار په لسو بجو د عامې روغتیا وزارت څلورلارې ته څېرمه، د عامې روغتیا وزارت د تدارکاتو ریاست د آفر پرانستې په خونه کې ترسره کېږي.

More tenders

دوشنبه ۱۴۰۵/۱/۳۱ - ۱۷:۴۵
Background image

د تړون ورکړې خبرتیا!

د عقودو قانون او د دې وزارت لنډ مهالي اجرائیوي پړاوونو سره سم، له دې لارې ټولو داوطلبانو ته خبر ورکول کېږي، چې د عامې روغتیا وزارت په پام کې لري لاندې تړونونه ګټونکو داوطلبانو ته ورکړي: . . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۱/۳۰ - ۱۷:۴۹
Background image

د تړون ورکړې خبرتیا!

د عقودو قانون او د دې وزارت لنډ مهالي اجرائیوي پړاوونو سره سم، له دې لارې ټولو داوطلبانو ته خبر ورکول کېږي، چې د الشفاء روغتون د محمد علي جناح تعمیر  په پام کې لري لاندې تړونونه ګټونکو . . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۱/۳۰ - ۱۷:۴۵
Background image

د تړون د ورکړې پریکړې خبرتیا!

د استقلال روغتون ریاست په پام کې لري، چې د 1405 مالي کال لپاره د دې روغتون د اړتیا وړ د 19000 طبي اکسیجن بالونونو د تدارک او چمتو کولو تړون چې ريفرينس شمېره یې MOPH/EH/1405/NCB/G01 ده، . . .

Back to tenders