د تړون ورکړې خبرتیا!

rasooli_admin
moph

Publish Date

Closing Date

د عقودو قانون او د دې وزارت لنډ مهالي اجرایوي پړاوونو سره سم، له دې لارې ټولو ته خبر ورکول کېږي، چې د صدري ابن سینا روغتون ریاست په پام کې لري، د ( 15000طبي اکسیجن بالونونو ډکولو او چمتو کولو) تړون، چې د پیژندنې شمېره یېMOPH/ISCH/1405/NCB/G-01))ده، د (میهن دوست د ګاز اکسیجن تولید) شرکت ته ورکړي، یاد شرکت (D-2616) ګڼې جواز لرونکی او اصلي موقعیت یې (د کابل جلال آباد سړک، صنعتي پارکونه، پلچرخي، کابل ښار نهمه ناحیه) کې دی او د تړون بیه (4125000) څلور میلیونه یو سلو پنځه ویشت زره افغانۍ ده.

حقیقي او حکمي اشخاصو د هر ډول نیوکو په صورت کې کولای شي، خپلې نیوکې په لیکلې بڼه د لاملونو په ذکر کولو سره د اعلان خپرېدو نیټې څخه تر دریو تقویمي ورځو پورې د صدري ابن سینا روغتون ریاست ته، چې د کابل ښار ۱۵مې ناحیې قصبې سیمه کې د ملي انکشاف شرکت ترڅنګ کې موقعیت لري، وسپاري.

یادونه: دا خبرتیا د تړون لاسلیک کولو په معنا نه ده او د پورته ذکر شوې مودې او راتلونکو قانوني پړاوونو تر بشپړېدو پورې به تړون نه لاسلیک کېږي.

More tenders

پنجشنبه ۱۴۰۵/۹/۵ - ۱۳:۲۶
Background image

د تړون ورکړې خبرتیا!

د عقود د قانون او د دې وزارت د لنډمهالو اجرائیوي پړاوونو سره سم ټولو ته خبر ورکول کېږي، چې د عامې روغتیا وزارت، د وزیر محمد اکبرخان روغتون ریاست په پام کې لري لاندې تړونونه د هغوی . . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۹/۵ - ۱۳:۲۱
Background image

د تړون ورکړې خبرتیا!

د عقودو قانون او د دې وزارت لنډمهالو اجرائیوي پړاوونو سره سم، له دې لارې ټولو ته خبر ورکول کېږي، چې د عامې روغتیا وزارت تدارکاتو ریاست په پام کې لري، چې د عامې روغتیا وزارت اړوند (د . . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۹/۵ - ۱۳:۲۰
Background image

د داوطلبۍ خبرتیا!

د عامې روغتیا وزارت تدارکاتو ریاست ټولو په شرایطو برابرو داوطلبانو ته بلنه ورکوي؛ تر څو د غور ولایت اړوند الله‌یار ولسوالۍ کې د عمومي روغتون (New CHC) GH رغولو پروژې، چې د (MOPH/1405 . . .

Back to tenders