د عامې روغتیا وزارت د څارنې او پلټنې رئیس، ډاکټر کریم الله حلیمي تخار ولایت ته د سفر په ترڅ کې له یو شمېر روغتیايي مرکزونو څخه نظارت ترسره کړ

یاد نظارت چې موخه یې د هېواد په دولتي او خصوصي روغتونونو کې د روغتیایي خدمتونو کیفیت لوړل، هېوادوالو ته په معیاري توګه د روغتیايي خدمتونو وړاندې کول او چارو کې شفافیت دی، په کې ډاکټر کریم الله حلیمي او مل تخنیکي ټیم د چاه آب، درقد، اشکمش، خواجه غار، بنګي، نمک آب، فرخار او ورسج ولسوالیو کې له یو شمېر روغتیايي مرکزونو څخه لیدنه وکړه، ستونزې او نیمګړتیاوې یې په نښه او د حل په موخه له اړوندو مسؤلینو سره شریکې شوې.
ښاغلي رئیس دغه راز، روغتیايي کارکوونکو ته سپارښتنې وکړې، چې د ناروغانو ستونزو ته د رسېدنې او درملنې برخو کې لا زیاتې هڅې ترسره او ښه درملنه یې وکړې.