تېر یو کال کې د هلمند ولایت په فاطمه بیات ٥٠ بستریز روغتون کې (٤٨٠٠) وړیا جراحي عملیاتونه ترسره شوي دي

د یادو جراحي عملیاتونو له ډلي (٢١٦٠) ستر او (٢٦٤٠) کوچني جراحي عملیاتونه دي، چې د افغان مجربو اومتخصصو داکترانو پر مټ په وړیا او بریالۍ توګه ترسره شوي دي.
د جراحي عملیاتونو ترڅنګ په دغه روغتون کې (٩٧٢٠٠) ناروغانو ته په وړیا توګه سراپا (OPD)، (١٠١٨٨) ناروغانو ته داخل بستر (IPD)، (٤٢١٢) تنو ته نسایي ولادي خدمات وړاندې شوي دي.