د روغتونونو د اداري سیستم د ډیجیټل کولو په موخه د څلورو وزارتونو ګډه ناسته ترسره شوه

rasooli_admin
Mon, Oct 20 2025 2:11 PM
moph

د عامې روغتیا وزارت د معالجوي طب لوی رئیس، ډاکټر وحدت الکوزي د مرکز او روغتونونو د اداري سیسټم د ډیجیټل کولو (برېښنايي کېدو) په موخه له ماليې، لوړو زده کړو او مخابراتو وزارتونو مسؤلینو سره ګډه ناسته ترسره کړه

په دې ناسته کې د عامې روغتیا وزارت د معالجوي طب لوی رئیس، ډاکټر وحدت الکوزي وویل: «د روغتیايي خدمتونو د لا ښه مدیریت، اسانه لاسرسي او د ناروغانو د معلوماتو د دقیق ثبت لپاره د روغتونونو د اداري سیسټم ډیجیټل کېدل یوه بنسټیزه اړتیا ده. هغه زیاته کړه، چې د شفاف سیسټم له لارې د معالجوي خدمتونو کیفیت تضمینېدلی شي او دا کار به د ناروغانو د رضایت کچې زیاتېدو لامل هم شي».

د ناستې په پای کې پریکړه وشوه، چې د عامې روغتیا او لوړو زده کړو وزارتونه به خپلې اړتیاوې د ماليې او مخابراتو له وزارتونو سره شریکې کړي، څو د روغتونونو د اداري سیسټم ډیجیټل کولو بهیر په همغږې توګه پرمخ ولاړ شي. همدارنګه دا پرېکړه هم وشوه، چې د روغتونونو او روغتیایي مرکزونو لپاره به ډیجیټلي سیسټم د مخابراتو وزارت جوړ کړي او لګښتونه به یې ماليې وزارت پرې کړي.

Latest news

Tue, Apr 21 2026 3:22 PM
Background image

MoPH Minister Meets Farah Governor to Discuss Expansion of Healthcare Services

In his official office, the Minister of Public Health of the Islamic Emirate of Afghanistan, Mawlawi Noor Jalal Jalali, held a meeting with the Governor of Farah, Mullah Mohammad Hafiz. . .

BACK TO NEWS