د عامې روغتیا وزارت د روغتیایي خدمتونو وړاندې کولو مرستیال، ښاغلي مولوي عبدالولي حقاني خصوصي روغتونونو ته د اعتبار ورکولو او درجه بندۍ له سروې کوونکو سره ناسته ترسره کړه

rasooli_admin
Sun, Nov 16 2025 3:35 PM
MOPH

په دې ناسته کې د عامې روغتیا وزارت د معالجوي طب لوی رئیس ډاکټر وحدت الکوزي، د وقایوي طب لوی رئیس ډاکټر حیدر خان حیدر، د خصوصي سکتور د تنظیم او همغږۍ رئیس ډاکټر احمد خندان، د لومړنیو روغتیايي خدمتونو رئیس ډاکټر ذبیح الله حارث او روغتیایي مرکزونو د اعتبار ورکولو ملي ادارې اجرائیوي رئیس مولوي سیف الله معاویه ګډون درلود.

د روغتیایي خدمتونو وړاندې کولو مرستیال، ښاغلي مولوي عبدالولي حقاني روغتونونو ته د اعتبار ورکولو او درجه بندۍ پروسه کې پر بشپړ شفافیت ټینګار وکړ او ویې ویل:( روغتونونو ته د اعتبار ورکولو او درجه بندۍ چارې باید له معیارونو سره سمې او د حقایقو پر بنسټ ترسره شي؛ تر څو د روغتیایي خدمتونو کیفیت لوړ، د ناروغانو خوندیتوب ډاډمن او پر خدماتو د خلکو باور لا زیات شي.

Latest news

Thu, Feb 05 2026 11:30 AM
Background image

Food and Drug Directorate Inspects 82 Facilities Across Kabul

The Inspection and Monitoring Team of the Directorate of Food and Drugs inspected 82 food and drug facilities in Kabul’s Districts 3, 5, 9, 10, and 12.

As a result of these inspections. . .

BACK TO NEWS