د ICU مسؤل !
Publish Date
Closing Date
دنده: د ICU مسؤل
اړوند اداره: د جدي څارنې څانګې (ICU) پروژه
د دندې ځای ولایت : د خوست ، لوگر ، هرات ، کندز،لغمان
د بست شمېر: ۵
د قرارداد موده: یو کال (د تمدید وړ)
معاش: د NTA معاشاتو د نورم مطابق
تابعیت: افغان
جنسیت: نارینه/ ښځینه
د اعلان پیل نېټه: ۲۵/۱۱/۲۵
د اعلان پای نېټه: ۲۰۲۵/۱۲/۷
د دندې لنډیز:
د جدي څارنې د څانګې مسؤل اساسې دندې د یادې برخې د ټولو فعالیتونو (مسلکي او اداري) رهبري او مدیریت دی. په دې کې د ICU د کارکوونکو اداره، اداري چارو تنظیم، د داخل خدمت او خارج خدمت کارکوونکو تخنیکي روزنه او د نوو کارکوونکو روزنه شامله ده. خو یاد مسؤلیتونه یوازې په همدې نه محدودېږي.
مسؤلیتونه:
- د جدي څارنې مناسبو او معیاري خدمتونو د وړاندې کولو ډاډمنول او د یادو خدمتونو د اړتیاوو مطابق دICU مدیریت.
- د هغو ناروغانو په درملنه کې مرسته او د ICU اړوند خدمتونو وړاندې کول چې د شدیدې ناروغۍ له امله جدي پاملرنې ته اړتیا لري.
- د متخصصینو د رخصتیو پر مهال د جدي او ټاکل شوو خدمتونو په ادامه کې مرسته کول.
- د رسمي وخت څخه بهر دنده ترسره کول او په عاجلو او جدي مواردو کې د خدمتونو په وړاندې کولو کې همکاري.
- د مسلکي پرمختګ، ارزونې، تفتیش (Audit) او د کارکوونکو د اجراآتو په ارزونه کې ګډون کول.
- مسؤل ته د اړتیا پر بنسټ د ځانګړو تخصصي ساحو د جوړولو او پراختیا تشویق او ملاتړ.
- د څانګې بستر شوو ناروغانو اړتیا ته په کتلو سره د ځانګړو تخصصي او مسلکي نوښتونو رامنځ ته کول او ورته انکشاف ورکول.
- له مسؤل څخه توقع کېږي چې د لویانو جدي ناروغي تشخیص او تداوي کړي.
- د رسمي دندو ترسره کول او په رسمي وخت کې د شخصي کلینیکي فعالیتونو څخه ډډه کول.
- د موجوده او نوو کارکوونکو تخنیکي او مسلکي روزنه.
- د ICU واقعاتو لپاره د تداوي پروتوکولونو جوړول او پراختیا ورکول.
- د هغو پروسیجرونو پروتوکولونه جوړول او انکشاف ور کول چې په ICU کې ترسره کېږي.
- د ټولو اداري فعالیتونو مدیریت.
- په اړوندو غونډو کې ګډون.
- د اړتیا پر اساس، د اوونیزو، میاشتنیو او کلنیو راپورونو چمتو کول او د ICU پروژې آمریت ته سپارل.
- هغه نورې چارې ترسره کول چې د ICU پروژې لخوا یا د اړوند روغتون ریاست لخوا ورسپارل کېږي.
د راپور ورکولو لوری: د جدي څارنې څانګې پروژې آمریت / د اړوند روغتون ریاست.
تر امر لاندې کسان: د ICU څانګې متخصصین، هید نرس، نرسان، اداري همکار او خدماتي کارکوونکي.
د شاملېدو لازمي معیارونه او وړتیاوې:
- باید افغان تابعیت ولري.
- د راجستر شوي پوهنتون څخه د معالوي طب MD سند ولري.
- د عامې روغتیا وزارت یا د لوړو زده کړو وزارت لهخوا تصدیق شوی د تخصص سند ولري.
- په داخله عمومي، جراحي عمومي یا انستیزي کې تخصص سند ولري (عمومي داخله متخصص ته لومړیتوب ورکول کېږي).
- لږ تر لږه دوه کاله کاري تجربه د تخصص څخه وروسته په معالجوي برخو کې ولري.
- لږ تر لږه یو کال د مدیریت د مدیریت په برخه کې تجربه ولري (د روغتون او عمومي مدیریت تجربه ترجیح لري).
- تخنیکي او اداري مهارتونه ولري.
- د انګلیسي ژبې په لیک، لوست او ویلو کې مهارت ولري.
- د ټیمي کار کولو وړتیا ولري.
- د اغېزمنې اړیکې او افهام او تفهیم مهارتونه ولري.
- د کمپیوټر د آفیس پروګرامونو کارونه کې مهارت ولري.
- د انټرنټ د کارولو او د ویب سایټونو د لټون وړتیا ولري.
- د درملنې د لاروښودونو د جوړولو او پراختیا وړتیا ولري.
- د فشار لاندې د کار کولو او د څو دندو د هم مهاله ترسره کولو وړتیا ولري.
د بست د اعلان لارښود:
قدرمنو کاندیدانو ته اطلاع ورکول کېږي چې خپله CV په لاندې ایمیل آدرس واستوي او یا یې هارډ کاپي د عامې روغتیا وزارت د کارکوونکو چارو لوی ریاست د کارموندنې د اعلاناتو چارو عمومي مدیریت ته وسپاري.
یادونه: مهرباني وکړئ د ایمیل په موضوع کې د خپلې غوښتنې د بست عنوان او ولایت په واضح ډول ولیکئ.
ایمیل ادرس : mophgdhr1444@gmail.com