مننه او قدردانی!

rasooli_admin
Tue, Mar 24 2026 3:09 PM
moph

دا چې د کوچني اختر په ورځو کې د عامې روغتیا وزارت اړوند د مرکزي، ولایتي او سیمه ییزو روغتونونو او روغتیایي مرکزونو روغتیايي کارکوونکو په پوره اخلاص، زحمت، تعهد او مسلکیتوب خپلو هېوادوالو ته روغتیايي خدمتونه وړاندې کړل او د اختر په شپو او ورځو کې یې خپل دردمن هېوادوال یواځې پرېنښودل، له خپلو کورنیو څخه لرې پاتې شول؛ ترڅو په روغتیايي مرکزونو کې د خدمت سپېڅلې دنده ترسره کړي.

د ټولو قدرمنو روغتیايي کارکوونکو نه ستړې کېدونکو هلو ځلو څخه مننه او قدردانی کوو، چې د انسانیت، وجدان او مسلکي مسؤ لیت ښه بېلګه یې وړاندې کړه.

د عامې روغتیا وزیر

مولوي نور جلال جلالي