د بیا ځلې داوطلبۍ خبرتیا!
Publish Date
Closing Date
د تدارکاتو ریاست ټولو په شرایطو برابرو داوطلبانو ته بلنه ورکوي، ترڅو د (تخصصي او ثالثي روغتونونو اړوند ۱۷۷ قلمه طبي ملزمې د تدارک پروژه) چې د ریفرینس شمېره یې(MOPH/1404/NCB/G-3085) ده، د داوطلبۍ پروسه کې ګډون وکړي او اړوند شرطپاڼې سافټ د https://tenders.ageops.af سایټ څخه لاس ته راوړي، د عقود قانون، لنډ مهالي اجرایوي پړاوونه او د شرطپاڼې شرایطو سره سم دې خپل آفرونه د اعلان خپرېدو له نېټې څخه تر پنجشنبی ورځې، چې د (1405/01/20)هـ ش نېټې سره سمون لري، ترتیب او په یاده نېټه د سهار په (۱۰) بجو د عامې روغتیا وزارت تدارکاتو ریاست د آفر پرانستې خونې ته، چې د کابل ښار وزیر محمد اکبر خان مېنې د عامې روغتیا څلور لارې ته څېرمه موقعیت لري، وسپاري.
یادونه: ناوخته رسیدونکي او انټرنېټي آفرونه د منلو وړ نه دي او د آفر پرانستې غونډه به په یاده نېټه د عامې روغتیا وزارت د تدارکاتو ریاست د آفر پرانستې په خونه کې تر سره کېږي.