په تېر ۱۴۰۴ هـ ش کال کې د غزني په سيمه ييز روغتون کې ناروغانو ته په بېلا بېلو برخو کې د پام وړ روغتیايي خدمات وړاندې شوي دي

rasooli_admin
Wed, Apr 08 2026 2:20 PM
MOPH

په دې خدماتو کې (۷۴۱۴) بریالي جراحي عملیاتونه ترسره شوي دي، چې له ډلې يې (۲۹۶۵) ستر او (۴۴۴۹) کوچني جراحي عملیاتونه دي، چې د مجربو، متخصصو او مسلکي ډاکټرانو له لوري ترسره شوي دي.

دا جراحي عملیاتونه د مسلکي اصولو او روغتیايي معیارونو په رعایت سره ترسره شوي، چې د یاد روغتون د تخنیکي او تخصصي ظرفیت څرګندونه کوي.

همداراز، (۸۵۳۴) تنه ناروغانو ته داخل بستر (IPD)، (۱۴۰۶۶۱) تنه مراجعینو ته خارج بستر (OPD)، (۳۹۷۷۷) تنو ته لابراتواري، (۱۳۶۴۸) تنو ته ايکسری، (۴۱۱۵) ناروغانو ته الټراسونډ، ( ۱۳۲) تنو ته ايکوکارډيوګرافي او (۴۹۵۴) تنو ته نسايي ولادي خدمات وړاندې شوي دي.