بلخ ولایت کې د خصوصي روغتیايي سکتور او د خوراکي توکو له پلورنځیو څخه نظارت ترسره شو
ياد نظارت د عامې روغتیا ریاست د څارنې او پلټنې مسؤلینو له لوري د تېر يو کال په ترڅ کې د دې ولایت په بېلابېلو سیمو کې له (۹۷۱) درملتونونو، (۱۳۳) لابراتوارونو، (۲۴۸) د درملو عمده پلورنځيو، (۲۱) د راډیولوژۍ مرکزونو او (۲۴۲) د خوراکي توکو عمده پلورنځيو څخه تر سره شوی دی، چې په پایله کې یې (۲۶۴) درملتونونه، (۱۷) د درملو عمده پلورنځي، (۴) د راډیولوژۍ مرکزونه او (۲۱) لابراتوارونه له روغتیايي قوانینو څخه د سرغړونې له امله تړل شوي دي.
همدارنګه، (۱۴۱) ټنه له نېټې تېر درمل او خوراکي توکي راټول او له منځه وړل شوي دي.
