پکتيا او خوست ولايتونو کې له خصوصي روغتيايي سکتور او د خوراکي توکو پلورنځيو څخه نظارت ترسره شو
دغه نظارت د يادو ولايتونو د عامې روغتيا د څارنې او پلټنې مسؤلينو له لوري ترسره شو، چې پايله کې يې پکتیا ولایت کې ۵ د غاښونو کلينيکونه، ۳ د اېکسری کلينيکونه او ۲ روغتيايي کتنځايونه له روغتيايي قوانينو څخه د سرغړونې له امله وتړل شول.
همدارنګه، خوست ولايت کې د خوراکي توکو ۷ پلورنځي د بې کیفیته توکو پلور له امله وتړل شول او ۶۶ قلمه خوراکي توکي راټول او د له منځه وړلو په موخه ټاکل شوي ځای ته ولېږدول شول.
