د تړون ورکړې خبرتیا!

rasooli_admin
MOPH

Publish Date

Closing Date

د عقودو قانون او د دې وزارت لنډ مهالي اجرائیوې پړاوونو سره سم، له دې لارې ټولو ته خبر ورکول کېږي، چې د عامې روغتیا وزارت د تدارکاتو ریاست په پام کې لري چې د یاد وزارت د ا ړتیا وړ د 1405 هجری شمسي کال د فلتربابو او روغنیاتو د چمتو کولو او تدارک پروژې تړون چې د پېژندنې شمېره یې (MOPH/1405/NCB/G-1006)ده. د (شاه فیصل فهد لوژستیکی خدماتو) شرکت ته ورکړي، یاد شرکت (53315) ګڼې جواز لرونکی او اصلي موقعیت یې (اقا علي شمس اوومه ناحیه، مرکز، ) کې دی. چې د تړون بیه یې (1،790،362)  یو میلیون اووه سوه نوې زره درې سوه دوه شپېته افغانۍ ده.

د حقیقي او حکمي اشخاصو هر ډول نیوکو په صورت کې دوی کولای شي چې خپله نیوکې په لیکلي بڼه د لاملونو په ذکر کولو سره د اعلان خپریدو له نېټې تر درې تقویمي ورځو پورې د عامې روغتیا وزارت د تدارکاتو ریاست اړوند اجناسو او غیر مشورتي خدماتو تدارکاتو آمریت ته، چې د عامې روغتیا وزارت څلور لارې ته څېرمه موقعیت لري، وسپاري.

دا خبرتیا د تړون د لاسلیک کولو په معنی نه ده او د پورته ذکر شوې مودې او د راتلونکو قانوني پړاوونو تر بشپړېدو به تړون نه لاسلیک کېږي.