د تړون ورکړې خبرتیا!
Publish Date
Closing Date
د تدارکاتو قانون د درې څلوېښتمې مادې دوهمی فقرې سره سم،له دې لارې ټولوته خبر ورکول کېږي چې د عامې روغتیا وزارت د راډیولوژي ملي انسټېټیوټ آمریت د اړتیا وړ د یو پایه DR اکسری ماشین د تدارکپروژه چې د پېژندنــــې شمېره یې MOPH/NIR/NCB/1404/G5)) ده. (د شمس فارما لمټیډ) شرکت ته ورکړي، یاد شرکت (28802) ګڼې جواز لرونکی او اصلي موقعیت یې (د کابل ښار دویمه ناحیی بهارستان) کې دی. چې د تړون بیه یې (2680000) دوه میلون شپږ سوه اتیاه زره افغانۍ ده.
د حقیقي او حکمي اشخاصو هر ډول نیوکو په صورت کی دوی کولای شي چې د تدارکاتو قانون پنځوسمې مادې سره سم خپله نیوکه په لیکې بڼه د لاملونو په ذکر کولو سره او د اعلان خپرېدو له نېټې څخه تر درې تقویمي ورځو پورې د عامې روغتیا وزارت د راډیولوژي ملي انسټېټيوټ آمریت د خدماتو مدیریت ته چې د پل آرتل په سیمه کې د عاجل ابن سینا روغتون ترڅنګ موقعیت لري،وسپاري.
دا خبرتیا د تړون لاسلیک کولو په معنی نه ده او د پورته ذکر شوې مودې او د راتلونکو قانونې پړاوونو تر بشپړېدو به تړون نه لاسلیک کېږي.