د اورتوپیدي متخصص ) احمد شاه بابا مېنې روغتون)!
Publish Date
Closing Date
دنده: د اورتوپیدي متخصص ) احمد شاه بابا مېنې روغتون)
اړوند اداره: د جدي څارنې څانګې (ICU) پروژه
ولایت: کابل/ مرکز
د دندې ځای: د احمد شاه بابا مېنې روغتون
د بست شمېر: ۲
د قرارداد موده: یو کال (د تمدید وړ)
معاش: د NTA معاشاتو د نورم مطابق
تابعیت: افغان
جنسیت: نارینه / ښځینه
د اعلان د پیل نېټه : ۱۹ / ۳/ ۱۴۰۵
د اعلان د پای نېټه: ۲۹ /۳ /۱۴۰۵
د دندې لنډیز :
د اورتوپیدي متخصص د بستر ناروغانو د تشخیص، درملنې، تعقیب او کلینیکي مدیریت مسؤلیت لري. نوموړی د ناروغانو تاریخچه، فزیکي معاینات، لابراتواري او رادیولوژیکي ارزونې ترسره کوي او د درملنې مناسب پلان ترتیبوي. همداراز، د داخلي روزنو، د نویو کارکوونکو او ترینیانو په روزنه او د روغتیايي خدماتو د کیفیت په ښهوالي کې فعاله ونډه اخلي.
مسؤلیتونه:
- د سهار راپور (Morning Report) او ویزیت کې فعاله ګډون
- د بستر ناروغانو د تاریخچې اخیستل او اړوند اسناد بشپړول
- د ناروغانو د اړتیا مطابق فزیکي معاینه ترسره کول
- د لابراتواري او رادیولوژیکي ازموینو سپارښتنه، تعقیب او دقیق تفسیر
- د اړوند څانګې د مسؤل د هدایت سره سم د ناروغانو منظم ویزیت ترسره کول
- د کلینیکي معلوماتو پر بنسټ دقیق تشخیص کول
- د تشخیص مطابق د درملنې پلان ترتیب او مدیریت
- د بیړنیو پاملرنو او اړینو جراحي پروسیجرونو تطبیق یقیني کول
- د جدي ناروغانو مدیریت، مشوره او تعقیب
- د پرمختللو اورتوپیدي پروسیجرونو ترسره کول
- د معلوماتو راټولولو او راپور ورکولو په بهیر کې همکاري
- د نویو کارکوونکو او ترینیانو روزنه
- د معیارونو، پروتوکولونو، طرزالعملونو او مقرراتو رعایت
- د مسلکي ظرفیت لوړول او په روزنیزو پروګرامونو کې ګډون
- د کیفیت د ښه والي پلانونو او ارزونو کې ګډون
- ناروغانو او مراجعینو ته وقایوي او لومړنۍ مشورې وړاندې کول
- د اړتیا پر مهال د شپې نوکري (Night Duty) ترسره کول
- د وقایې انتان (IPC) پروګرامونو کې فعال ګډون
- د سپارل شوو نورو اړوندو دندو ترسره کول
- د اړوند څانګې مسؤل ته راپور ورکول
د شاملېدو لازمي معیارونه او وړتیاوې:
- د افغانستان تابعیت لرل
- د طب سند (MD) چې د لوړو زده کړو وزارت لخوا تصدیق شوی وي
- د اورتوپیدي تخصص سند چې د عامې روغتیا وزارت یا لوړو زده کړو وزارت لخوا تایید شوی وي
- قوي د افهام او تفهیم (Communication) مهارتونه
- له ناروغانو، مراجعینو او همکارانو سره ښه تعامل او مسلکي چلند
- په پښتو، دري او انګلیسي ژبو ښه مهارت (لیک، لوست او خبرې)
- د کمپیوټر ابتدایي مهارتونه (MS Office)
- د دندې د ترسره کولو لپاره فزیکي او ذهني وړتیا
ریفرینس: د یاد بست د ازموینې پوښتنې به د لاندې مرجع (کتاب) د محتوا پر بنسټ طرحه کېږي.
رهنمود اعلان بست :
کاندیدان محترم می توانند سی وی خویش را به ایمیل آدرس mophgdsa@gmail.com ارسال نموده و یا هارد کاپی آن را به مدیریت عمومی اعلانات کاریابی ریاست عمومی امور کارکنان وزارت صحت عامه تسلیم نمایند
نوت : قابل ذکر می باشد که عنوان بست مورد نظر خویش را دقیق در عنوان ایمیل واضح نمائید
درصورت ضرورت و یا معلومات بیشتر می توانید به شماره تلفن ۰۲۰۲۳۱۲۴۲۲ تماس بگیرید
د اعلان د بست لارښوونه:
درنو نوماندانو! تاسې کولای شئ خپله سي وي (CV) د mophgdsa@gmail.com برېښنالیک ته واستوئ، یا یې چاپي (هارډ کاپي) بڼه د عامې روغتیا وزارت د کارکوونکو چارو لوی ریاست د کاریابۍ اعلانونو عمومي مدیریت ته وسپارئ.
یادونه: مهرباني وکړئ د خپلې خوښې د بست عنوان په برېښنالیک کې په واضح او دقیق ډول د عنوان په برخه کې ولیکئ.
د اړتیا یا لا زیاتو معلوماتو لپاره کولای شئ له دې شمېرې سره ۰۲۰۲۳۱۲۴۲۲.
اړیکه ونیسئ.