د اورتوپیدي متخصص ) احمد شاه بابا مېنې روغتون)!

rasooli_admin
چهارشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۰ - ۹:۳۵
moph

Publish Date

Closing Date

دنده: د اورتوپیدي متخصص ) احمد شاه بابا مېنې روغتون)
اړوند اداره: د جدي څارنې څانګې (ICU) پروژه
ولایت: کابل/ مرکز
د دندې ځای: د احمد شاه بابا مېنې روغتون
د بست شمېر: ۲
د قرارداد موده: یو کال (د تمدید وړ)
معاش: د NTA معاشاتو د نورم مطابق
تابعیت: افغان
جنسیت: نارینه / ښځینه
د اعلان د پیل نېټه : ۱۹ / ۳/ ۱۴۰۵
د اعلان د پای نېټه:  ۲۹ /۳ /۱۴۰۵

د دندې لنډیز :

د اورتوپیدي متخصص د بستر ناروغانو د تشخیص، درملنې، تعقیب او کلینیکي مدیریت مسؤلیت لري. نوموړی د ناروغانو تاریخچه، فزیکي معاینات، لابراتواري او رادیولوژیکي ارزونې ترسره کوي او د درملنې مناسب پلان ترتیبوي. همداراز، د داخلي روزنو، د نویو کارکوونکو او ترینیانو په روزنه او د روغتیايي خدماتو د کیفیت په ښه‌والي کې فعاله ونډه اخلي.

مسؤلیتونه:

  1. د سهار راپور (Morning Report) او ویزیت کې فعاله ګډون
  2. د بستر ناروغانو د تاریخچې اخیستل او اړوند اسناد بشپړول
  3. د ناروغانو د اړتیا مطابق فزیکي معاینه ترسره کول
  4. د لابراتواري او رادیولوژیکي ازموینو سپارښتنه، تعقیب او دقیق تفسیر
  5. د اړوند څانګې د مسؤل د هدایت سره سم د ناروغانو منظم ویزیت ترسره کول
  6. د کلینیکي معلوماتو پر بنسټ دقیق تشخیص کول
  7. د تشخیص مطابق د درملنې پلان ترتیب او مدیریت
  8. د بیړنیو پاملرنو او اړینو جراحي پروسیجرونو تطبیق یقیني کول
  9. د جدي ناروغانو مدیریت، مشوره او تعقیب
  10. د پرمختللو اورتوپیدي پروسیجرونو ترسره کول
  11. د معلوماتو راټولولو او راپور ورکولو په بهیر کې همکاري
  12. د نویو کارکوونکو او ترینیانو روزنه
  13. د معیارونو، پروتوکولونو، طرزالعملونو او مقرراتو رعایت
  14. د مسلکي ظرفیت لوړول او په روزنیزو پروګرامونو کې ګډون
  15. د کیفیت د ښه‌ والي پلانونو او ارزونو کې ګډون
  16. ناروغانو او مراجعینو ته وقایوي او لومړنۍ مشورې وړاندې کول
  17. د اړتیا پر مهال د شپې نوکري (Night Duty) ترسره کول
  18. د وقایې انتان (IPC) پروګرامونو کې فعال ګډون
  19. د سپارل شوو نورو اړوندو دندو ترسره کول
  20. د اړوند څانګې مسؤل ته راپور ورکول

د شاملېدو لازمي معیارونه او وړتیاوې:

  1. د افغانستان تابعیت لرل
  2. د طب سند (MD) چې د لوړو زده کړو وزارت لخوا تصدیق شوی وي
  3. د اورتوپیدي تخصص سند چې د عامې روغتیا وزارت یا لوړو زده کړو وزارت لخوا تایید شوی وي
  4. قوي د افهام او تفهیم (Communication) مهارتونه
  5. له ناروغانو، مراجعینو او همکارانو سره ښه تعامل او مسلکي چلند
  6. په پښتو، دري او انګلیسي ژبو ښه مهارت (لیک، لوست او خبرې)
  7. د کمپیوټر ابتدایي مهارتونه (MS Office)
  8. د دندې د ترسره کولو لپاره فزیکي او ذهني وړتیا

ریفرینس: د یاد بست د ازموینې پوښتنې به د لاندې مرجع (کتاب) د محتوا پر بنسټ طرحه کېږي.

رهنمود اعلان بست :

 کاندیدان محترم می توانند سی وی خویش را به ایمیل آدرس mophgdsa@gmail.com ارسال نموده و یا هارد کاپی آن را به مدیریت عمومی  اعلانات کاریابی ریاست عمومی امور کارکنان وزارت صحت عامه تسلیم نمایند

نوت : قابل ذکر می باشد  که عنوان بست مورد نظر خویش را دقیق  در عنوان ایمیل  واضح نمائید

درصورت ضرورت و یا معلومات بیشتر می توانید  به شماره تلفن ۰۲۰۲۳۱۲۴۲۲ تماس بگیرید

د اعلان د بست لارښوونه:

درنو نوماندانو! تاسې کولای شئ خپله سي وي (CV) د mophgdsa@gmail.com برېښنالیک ته واستوئ، یا یې چاپي (هارډ کاپي) بڼه د عامې روغتیا وزارت د کارکوونکو چارو لوی ریاست د کاریابۍ اعلانونو عمومي مدیریت ته وسپارئ.

یادونه: مهرباني وکړئ د خپلې خوښې د بست عنوان په برېښنالیک کې په واضح او دقیق ډول د عنوان په برخه کې ولیکئ.

د اړتیا یا لا زیاتو معلوماتو لپاره کولای شئ له دې شمېرې سره  ۰۲۰۲۳۱۲۴۲۲.

اړیکه ونیسئ.