د خوراکي توکو، درملو او روغتیايي محصولاتو د قاچاق د مخنیوي قانون دریم فصل، څلورویشتمه ماده لومړۍ فقره
که د درملو او روغتيايي محصولاتو توریدوونکی شرکت له مخکینۍ اجازې پرته په رسمي او غير رسمي لارو د درملو او روغتيايي محصولاتو په توريد او بازار ته په وړاندې کولو لاس پورې کړي، د دې قانون له حكمونو سره سم لاندې تعزيري سزا ورکول کېږي:
الف - لومړی ځل يې ياد درمل او روغتيايي محصولات، د دې قانون له حكمونو سره سم له منځه وړل او د يوې مياشتې لپاره يې د درمليز مركز فعالیت ځنډول.
ب- دوهم ځل يې درمل او روغتيايي محصولات د دې قانون له حكمونو سره سم له منځه وړل او د درې مياشتو لپاره یې د درمليز مرکز فعالیت ځنډول.
ج - د تکرار په صورت کې ياد متخلف ته د دې مادې د لومړۍ فقرې دوهم جز کې د درج شوې سزا دوه چنده سزا ورکول.
