د تړون ورکړې پریکړې خبرتیا!

rasooli_admin
moph

Publish Date

Closing Date

د عقودو قانون او د دې وزارت لنده مهالي اجرائیوي پړاوونو سره سم، له دې لارې ټولو ته خبر ورکول کېږي، چې د وینې ملي بانک په پام کې لري، چې 1405 کال لپاره د دې بانک د اړتيا وړ 15 قلمه طبي مصارفاتي مواد تړون، چې ريفرينس شمېره MOPH/NBB/NCB/G01/1405 ده، افغان سرکل تجارتي شرکت، چې د کابل ولایت هوتل پروان، 11ناحیه کې موقعیت لري او د (68634) ګڼې جواز لرونکی دی، د (1411250) یو میلون څلور سوه یولس زره دوه سوه پنځوس افغانۍ مجموعي قیمت سره ورکړي.

حقیقي او حکمي اشخاص چې په دې برخه کې هر ډول نیوکې (اعتراضونه) لري، کولای شي خپلې نیوکې د دې خبرتیا د خپرېدو نېټې څخه تر پنځه  تقویمي ورځو پورې په لیکلې بڼه د دلایلو په ذکر کولو سره د وینې ملي بانک ته، چې د سینمایي پامیر اوله ناحیه کې موقعیت لري، د عقودو قانون سره سم وړاندې کړي.

دا خبرتیا د تړون عقد په مانا نه ده او د پورته یاد شوې مودې او ورپسي قانوني پړاوونو تر بشپړېدو پورې به تړون نه لاسلیک کېږي.

More tenders

Mon, Jul 13 2026 1:36 PM
Background image

د داوطلبۍ خبرتیا!

د عامې روغتیا وزارت تدارکاتو ریاست ټولو په شرایطو برابرو داوطلبانو ته بلنه ورکوي؛ تر څو د کندهار ولایت میرویس  ۳۵۰ بستریز سیمه ییز روغتون رغولو پروژه چې د (MOPH/1405/NCB/W-1764) ګڼې . . .

Back to tenders