د روان کال اسد میاشتې په ترڅ کې د درملو او روغتیايي محصولاتو واردولو او عرضه کولو (۱۳۵۸۶) جوازونه صادر شوي دي

rasooli_admin
Tue, Sep 01 2026 2:42 PM
MOPH

د عامې روغتیا وزارت د خوړو او درملو معینیت د درملو او روغتیايي محصولاتو د صادراتو او وارداتو د تنظیم ریاست د روان کال اسد میاشتې په ترڅ کې د درملو او روغتیايي محصولاتو د واردولو او عرضه کولو بهیر د تنظیم او اسانتیا په موخه وارداتي شرکتونو او ملي او نړیوالو مؤسسو ته ۱۳ زره او ۵۸۶ جوازونه صادر کړي دي.

د راپور پر بنسټ، بازار ته د عرضې لپاره وارداتي شرکتونو ته ۱۴۲۰ جوازونه او د واردولو (پروفورم ثبت) ۶۳۳۷ جوازونه صادر شوي دي.

 همدارنګه، بازار ته د عرضې لپاره ملي او نړیوالو مؤسسو ته ۱۲۱۸ جوازونه او د واردولو ۲۰۳۹ جوازونه صادر شوي دي.

سربېره پر دې، د درملو او روغتیايي محصولاتو کورنیو تولیدي فابریکو ته د درملو د خامو موادو او روغتیايي محصولاتو د واردولو ۱۰۵ جوازونه، د وتلو ۱۰۱ جوازونه او بازار ته د عرضې ۱۵۷ جوازونه صادر شوي دي.

همدارنګه، د نمونې اخیستنې په برخه کې په دولتي او غیر دولتي فابریکو کې له درملو او روغتیايي محصولاتو څخه له ۴ زرو څخه د ډېرو نمونو اخیستنه ترسره شوې، چې له دې جملې څخه ۶۸۰ نمونې په مرکز کې پروسس شوې دي.

دغه راز، د درملو او روغتیايي محصولاتو په برخه کې په مرکز کې له وارداتي شرکتونو او دولتي او غیر دولتي مؤسسو څخه په ټولیز ډول  ۱۹۷۸ نمونې اخیستل شوې او د اړینو ارزونو لپاره یې اړوند پړاوونه بشپړ شوي دي.

Latest news

Thu, Oct 01 2026 11:57 AM
Background image

More Than 3,000 Samples of Medicines and Health Products Tested for Quality in Sunbula

In Sunbula 1405 (September 2026), the Directorate of Food, Drug and Health Products Quality Control Laboratory, affiliated with the Afghanistan Food and Drug Authority of the Ministry. . .

Thu, Oct 01 2026 10:53 AM
Background image

Construction of a Basic Health Center Begins in Laghman Province at a Cost of $165,000

Construction of a basic health center has commenced in the Karanj area of Mihtarlam, the capital of Laghman Province, with financial support from the International Organization for. . .

Thu, Oct 01 2026 10:49 AM
Background image

Private Health Sector Inspected in Balkh Province

Officials from the Monitoring and Inspection Department of the Balkh Provincial Public Health Directorate conducted an inspection of private health facilities in Sholgara District of. . .

BACK TO NEWS