د تړون ورکړې خبرتیا!
Publish Date
Closing Date
د عقودو قانون او د دې وزارت لنډ مهالي اجرایوي پړاوونو سره سم، له دې لارې ټولو داوطلبانو ته خبر ورکول کیږي، چې د عامې روغتیا وزارت تدارکاتو ریاست په پام کې لري، ترڅو (د کندهار ولایت میرویس حوزوي ۳۵۰ بستریز روغتون رغولو پروژه) چې د تړون شمېره یې (MOPH/1405/NCB/W-1764) ده، (بصیر حبیبي ودانیز شرکت) ته، چې د (D-04-1683) ګڼې جواز لرونکی او اصلي پته یې (مدد چوک، احمد شاهي مارکیټ، څلورم پوړ، کندهار) کې ده، ورکړي او د تړون لومړنۍ بیه (155,385,583) یو سل او پنځه پنځوس میلیونه درې سوه پنځه اتیا زره او پنځه سوه درې اتیا افغانۍ کېږي.
حقیقي او حکمي اشخاص د هر ډول نیوکو په صورت کې کولای ش، چې خپلې نیوکې په لیکلې بڼه د لاملونو په ذکر کولو سره د اعلان خپرېدو نېټې څخه تر پنځو کاري ورځو پورې د عامې روغتیا وزارت د تدارکاتو ریاست اړوند، ودانیزو تدارکاتو آمریت ته، چې د عامې روغتیا څلور لارې ته څېرمه موقعیت لري، وسپاري.
یادونه: دا خبرتیا د تړون د لاسلیک کولو په معنا نه ده او د پورته ذکر شوې مودې او راتلونکو قانوني پړاوونو تر بشپړېدو پورې به تړون نه لاسلیک کېږي.
