د کاپیسا ولایت په درېیو ولسوالیو کې له خصوصي روغتیايي مرکزونو او درملتونونو څخه نظارت ترسره شو

rasooli_admin
Sun, Oct 11 2026 10:47 AM
MOPH

د کاپیسا عامې روغتیا ریاست د څارنې ټیم له لوري په حصه اول کوهستان، حصه دوم کوهستان او کوهبند ولسوالیو کې له يو شمېر خصوصي روغتیايي مرکزونو او درملتونونو څخه نظارت ترسره شو.

د دې نظارت په ترڅ کې د یادو مرکزونو فعالیتونه د روغتیايي قوانینو او مقرراتو د رعایت، د فعالیت د جواز او اړوندو اسنادو د شتون، د ټاکل شویو معیارونو مطابق د درملو او روغتیايي محصولاتو د وړاندې کولو او د قانوني اصولو د مراعاتولو له اړخه و ارزول شول؛ څو د غیرمعیاري درملو د عرضه کولو او غیرقانوني فعالیتونو مخه ونیول شي او د عامې روغتیا خوندیتوب ډاډمن شي.

د یادونې وړ ده، چې د دې نظارت په ترڅ کې څلور درملتونونه مهرولاک او ۹۶ قلمه تاریخ‌تېري درمل، چې ټول وزن یې ۱۳ کیلوګرامه و، راټول او د له منځه وړلو په موخه ټاکل شوي ځای ته ولېږدول شول.

همدارنګه، په حصه اول کوهستان ولسوالۍ کې د پروفیسور عبدالرشید عزیز سرپا کلینیک هم وڅارل شو، شته ستونزې او نیمګړتیاوې یې وارزول شوې.

Latest news

Sun, Oct 11 2026 2:29 PM
Background image

Health Facilities Assessed in Jawzjan Province

Mawlawi Mahmoodullah Zahid, Director of Health Laws Enforcement and Inspection of the Ministry of Public Health, accompanied by a technical team, visited Jawzjan Province to assess the. . .

Sun, Oct 11 2026 2:22 PM
Background image

Health Facilities Monitored in Jawzjan Province

Mawlawi Mahmoodullah Zahid, Director of Health Laws Enforcement and Inspection of the Ministry of Public Health, accompanied by a technical team, visited several health facilities in. . .

Sun, Oct 11 2026 2:17 PM
Background image

Private Hospitals Monitored in Jawzjan Province

Mawlawi Mahmoodullah Zahid, Director of Health Laws Enforcement and Inspection of the Ministry of Public Health, accompanied by a technical team, monitored several private hospitals in. . .

BACK TO NEWS