د عامې روغتیا وزارت د رهبرۍ بورډ شپږویشتمه غونډه ترسره شوه
دا غونډه د عامې روغتیا وزیر، ښاغلي مولوي نورجلال جلالي په مشرۍ د دې وزارت د مرستیالانو او مرکزي رئیسانو په شتون کې ترسره شوه.
په دې غونډه کې د عامې روغتيا وزير بېلاروس او روسیې هېوادونو ته د خپل ترسره کړي سفر په اړه د بورډ له غړو سره معلومات شريک کړل.
سربېره پر دې له غيردولتي نړيوالو سازمانونو سره د هوکړه ليکونو، د ستوماتولوژي څانګې زده کړيالانو او له جواز پرته د ډاکټرانو د فعاليتونو مخنيوي، ډاکټرانو او نورو روغتيايي کارکوونکو ته د فعالیت جواز ورکولو پړاوونو د اسانتیا، د عامه تغذيې موجوده حالت، لاسته راوړنو او شته ستونزو په اړه پريزنټيشنونه وړاندې او بحثونه ترسره شول.
د عامې روغتيا وزیر بېلاروس او روسیې ته د خپل سفر په اړه وويل، چې هلته يې د بېلاروس او روسيې له چارواکو سره د بېلابېلو ناستو ترڅنګ له روغتونونو، پولي کلينيکونو، پوهنتون او د درملو توليدي فابريکو څخه هم ليدنې ترسره کړې او د يادو هېوادونو مسؤلینو په يو شمېر برخو کې د همکاريو او ګډ کار لپاره چمتووالی او لېوالتیا هم ووښوده.
همدارنګه، د عامې روغتيا وزير د خصوصي روغتيايي سکتور د اصلاح لپاره پر جدي او لازمو اقداماتو ټينګار وکړ او هم يې په دولتي روغتونونو کې د ستونزو حل، اصلاحاتو راوستو او ورته د اړینو درملو او طبي ملزمې د رسونې په اړه اړوندو مسؤلینو ته اړينې سپارښتنې وکړې.
همداراز، په ياده غونډه کې د عامې روغتیا وزارت مرستیالانو او مرکزي رئیسانو د مطرح شویو موضوعاتو په اړه خپل نظرونه او وړاندیزونه شریک او ډاډ یې ورکړ، چې د خپلو مسؤلیتونو په برخه کې به لازم اقدامات ترسره کړي.
