د تړون ورکړې خبرتیا!
Publish Date
Closing Date
د عقو د قانون او د دې وزارت لنډ مهالي اجرائیوي پړاوونو سره سم له دې لارې ټولو داوطلبانو ته خبر ورکول کېږي، چې د معلولینو د بیارغونې روغتون ریاست غواړي د (76 قلمه طبي تجهیزاتو تړون) چې ريفرينس شمېره يې (MOPH/RDH/NCB/1405/G-016)ده، (سالتیکس تجارتي شرکت) ته، چې د (81604) جواز نمبر لرونکی او موقعیت یې (شهرنو، چهاراهي حاجي یعقوب، کابل بزنسس سنتر مرکز کابل)کې دی ورکړي او د تړون بيه (4176576) څلور میلیونه یو سلو شپږ اویا زره پنځه سوه شپږ اویا افغانۍ ده.
حقیقي او حکمي اشخاص د هر ډول نیوکو په صورت کې کولای شي، خپلې نیوکې په لیکلې بڼه د لاملونو په ذکر کولو سره اعلان د خپرېدو نېټې څخه تر پنځه تقویمي ورځو پورې د معلولینو د بیارغونې روغتون ریاست ته، چې د لومړۍ ناحيې، سینمايې پامیر کې موقعیت لري وسپاري.
یادونه: دا خبرتیا د تړون د لاسلیک کولو په مانا نه ده او د پورته ذکر شوې مودې او د راتلونکو قانوني پړاوونو تر بشپړېدو پورې به تړون نه لاسلیک کېږي.