د عامې روغتیا نوماند وزیر د لوګر ولایت له استازو سره وکتل
نن د عامې روغتیا نوماند وزیر ډاکټر احمد جواد عثماني په ولسي جرګه کې د لوګر ولایت له استازو او د دغه ولایت له مخورو خلکو سره د یوې ناستې په ترڅ کې وکتل.
په دغه ناسته کې، د لوګر ولایت استازو د یاد ولایت روغتیایي ستونزې د عامې روغتیا له نوماند وزیر سره شریکې کړې او د عامې روغتیا وزارت له مشر تابه څخه یې د نایب امین خان لوګري روغتون د ودانۍ، روغتیايي مرکزونو تجهیز او نورو کار کونکو د ګمارلو/زیاتولو همکارۍ غوښتنه وکړه.
ډاکټر عثماني په دغه ولایت کې روغتیایي ننګونې واورېدلې او ژمنه یې وکړه چې د روغتیا وضعیت د ښه والي او په دغه ولایت کې شته ننګونو ته د رسېدو لپاره به په ګډه کار کوي.
همدارنګه د عامې روغتیا نوماند وزیر زیاته کړه چې ولایتي روغتون به د نایب امین الله خان لوګري روغتون ته ولېږدول شي، چې ښې اسانتیاوې لري او د روغتون موجود وسایل به ژر نصب او فعال شي.