سویلي کوریا د افغانستان حکومت سره د طبي توکو یوه کڅوړه مرسته وکړه
د سویلي کوریا هېواد لخوا چې د افغانستان اسلامي جمهوریت سره د طبي توکه شوې مرسته، نن د یوناستې په ترڅ کې د عامې روغتیا وزارت ته وسپارل شوه. د دطبي توکو دغه کڅوړه کې 227 زره ماسکونه شامل دي.
د عامې روغتیا وزارت نوماند وزیر ډاکټر احمد جواد عثماني د افغانستان د خلکو او روغتیا وزارت په استازیتوب د جنوبي کوریا د مرستو له امله مننه وکړه، هغه وویل چې دغه هېواد د عامې روغتیا وزارت له مهمو مرستندویانو څخه ده او د عامې روغتیا وزارت سره یې په بېلابېلو برخو کې مرسته کړې ده.
د عامې روغتیا نوماند وزیر وویل: چې د جنوبي کوریا دا مرسته افغانستان د روغتیا سکتور له مهمو اړتیاوؤ څخه وه او ډاډ یې ورکړ چې دغه روغتیایي توکي به په اړمنو ځایونو کې مصرف شي.
ډاکټر عثماني د کورونا ویروس په مخنیوي کې د ماسک رول مهم وباله او څرګنده یې کړه چې د ماسک اغوستل د کورونا ضد واکسین څخه ډېر مهم دی.
په ورته وخت کې، په افغانستان کې سویلي کوریا سفیر ښاغلی ري ژا هوینګ وویل: چې د هېواد مرستو څخه یې موخه په افغانستان کې د کورونا ویروس پر وړاندې مبارزه وبلله، نوموړي څرګنده کړه چې د کورونا ویروس اوس د افغانستان په ګډون د نړۍ ټولو هېوادونو باندې اغېزه کړې.
هغه دغه راز وویل: چې هېواد یې تر دې دمه شاوخوا یو بیلیون ډالر د افغانستان دولت سره په بیلابیلو برخو کې مرسته کړې او دا مرستې به دوام ولري.
له بلې خوا، په پارلمان کې د فاریاب ولایت استازي ښاغلي محمد هاشم، د کورونا ویروس پر وړاندې د مبارزه کې د عامې روغتیا وزارت له مشرتابه له هڅو څخه مننه وکړه او د کورونا ویروس سره په مبارزه کې د روغتیایي سپارښتونو په عملي کولو سره د خلکو ونډه ارزښتناکه وګڼله.
د یادونې وړ ده چې دا د افغانستان سره د کورونا ویروس د مبارزې برخه کې د جنوبي کوریا د مرستو دوهمه کڅوړه ده.