د کورونا ویروس پر وړاندې د مبارزې کمېټو کړنې وارزول شوې
د عامې روغتیا وزیر ډاکتر احمد جواد عثماني؛ د نن سهار په ۸ بجو ناسته کې د کورونا ویروس پر وړاندې د مبارزې کمېټو کړنې وارزولې.
په دې ناسته کې، د کابل ولایت پنځو ګونو کمېټو خپلې کړنې، د نمونې اخیستنې ټیمونو د پیاوړتیا، د کورونا ویروس مثبتو پېښو پېژندلو لپاره ملي سروې ترسره کول، د درملو، میکروب ضد موادو، د تجهیز له اړخه د کابل او ولایتي روغتونونو او د لابراتوارونو د تشخیص ظرفیت پیاوړي کولو په اړه وړاندې کړې.
د هېواد د عامې روغتیا وزیر، د مرکز او ولایتونو روغتیایي مرکزونو د کړنو ارزولو په پار دوی ته لارښوونه وکړه، چې د کار چارو او د کورونا ویروس دویمې څپې د مخنیوي لپاره لا ډېره هڅه وکړي.
دغه راز ډاکتر عثماني، اړوندو څانګو ته لارښوونه وکړه هغه نمونې چې باید د عامې روغتیا وزارت تائیدي ولري او د خصوصي سکتور لخوا د عامې روغتیا وزارت ته د تائید لپاره لېږل کېږي، د نمونو د تائید لپاره دې آنلاین سیسټم رامینځته کړي، ترڅو د وخت له ضایعه کېدو څخه مخنیوئ وشي.
د دې ناستې په دوام د عامې روغتیا وزیر د کورونا ویروس سره د مبارزې لپاره د پلان/طرحې یادونه وکړه او ویې ویل: چې دا پلان چمتو شوئ او د ولایتونو د عامې روغتیا مسؤلینو ته یې لارښوونه وکړه چې د کورونا ویروس دویمې څپې پر وړاندې د مبارزې په پار خپل کاري بهیر ددې پلان مطابق سمبال کړي.
همدارنګه په دې ناسته کې، د کابل، کندز او هرات د عامې روغتیا رئیسانو خپل کاري راپورونه او ستونزې وړاندې کړې او د شته ستونزو د حل لپاره یې د عامې روغتیا وزارت له رهبرۍ څخه د لا ډېرې همکارۍ غوښتنه وکړه.