ملي دفاع وزارت د عامې روغتیا وزارت سره د ۶۰۰ زره کڅوړه سیروم مرسته وکړه
د ملي دفاع وزارت نن د یوې ناستې په ترڅ کې د عامې روغتیا وزارت سره د۶۰۰ زره کڅوړه د مکس سیروم مرسته وکړه.
د عامې روغتیا سرپرست وزیر ډاکټر وحید مجروح، د ملي دفاع وزارت څخه د دې مرستې له امله مننه وکړه او د مرسته شوي سیروم کڅوړه یې په روغتیایی مرکزونو کې اړمنو خلکو د درملنې لپاره یوه مهمه اړتیا وبلله.
د عامې روغتیا وزارت سرپرست د کورونا بحران په اوج کې د هېو اد د امنیتي ځواکونو د هڅو ستاینه وکړه او ویې ویل: چې د هېواد امنیتي ځواکونو د کورونا ویروس بحران په جریان کې د خلکو ژوند د خوندي کولو لپاره له روغتیایي کار کونکو سره په ګډه کار وکړ.
هغه د دې سیرمونو د عادلانه وېش لپاره د ملي دفاع وزارت مشرتابه ته ډاډ ورکړ او زیاته یې کړه چې دا سیرومونه به په هغه روغتیایي مرکزونو کې وویشل شي چې مراجعین ورته ډېر اړمن وي.
په ورته وخت کې، د ملي دفاع وزارت لومړی مرستیال او سرپرست وزیر ښاغلي شاه محمود میاخیل څرګنده کړه، چې د دې مرستې هدف د دې سیرمونو د ضایع کېدو مخنیوئ ؤ، کوم چې د وزارت له اړتیا څخه ډېر وو، میخاخېل وویل: چې د روغتیا سکتور سره د دې سیرمونو په مرسته کولو نه یوازې دا چې د سیروم له ضایع کېدو څخه مخنیوئ کېږي بلکې د اړمنو خلکو سره د درملنې لپاره هم مرسته کوي.
هغه همدارنګه د عامې روغتیا وزارت او نورو بنسټونو تر منځ د ګډې همکارۍ پر اړتیا هم ټینګار وکړ، یادونه یې وکړه چې دا مرستې ښیي چې موږ ټول د نظام د پیاوړتیا لپاره په ګډه کار کوو.