د نري رنځ نړیواله ورځ ونمانځل شوه

Panah_moph
Wed, Mar 24 2021 3:56 PM
د نري رنځ نړیواله ورځ ونمانځل شوه

د هېواد د عامې روغتیا وزارت د نري رنځ نړیواله ورځ "وخت تېږېږي، راځئ چې د نري رنځ هر ناروغ ته پاملرنه وکړو تر سرلیک لاندې ونمانځله ."

په دې ناسته کې د عامې روغتیا سرپرست وزیر ډاکټر وحید مجروح؛ د نري رنځ ناروغي په نړۍ کې د وژونکو ناروغیو له لسو لوی لاملونو څخه یوه وبلله او زیاته یې کړه: چې د دې ورځ له نمانځلو څخه موخه په هېواد کې د نري رنځ ناروغي د له منځه وړلو لپاره د ژمنې تجدید او همدارنګه د روغتیایي او غیر روغتیایي کار کوونکو، د نړیوالو همکارانو له کړنو او هڅو ستاینه چې په دې برخه کې یې له موږ سره همکاري کړې ده.

د عامې روغتیا وزارت سرپرست زیاته کړه: " تېر کال د کورونا ویروس په خپرېدو او په هېواد کې د محدودیتونو سره سره، شاوخوا زموږ۷۳۰۰۰ تنه هېوادوال د نري رنځ په ناروغۍ اخته شوي، چې له دې جملې څخه زموږ روغتیایي همکارانو د خپلو وړتیاوؤ پر اساس وکولائ شو چې له ۵۰۰۰ زرو زیاتې پېښې وپېژني او تر درملنې لاندې ونیسي، مګر د دوی له ډلې ۹۸۰۰ تنو خپل ژوند له لاسه ورکړ.

سربېره پردې، ډاکټر مجروح په هېواد کې د نري رنځ ناروغۍ په له منځه وړو کې د عامې روغتیا وزارت لاسته راوړنې لکه: د روغتیایي مرکزونو پراختیا، د تشخیصي میتودونو پراختیا او په هېواد کې د نري رنځ او کورونا ویروس ناروغانو د پېژندلو لپاره د جن اکسپرت ټکنالوژۍ څخه په کار اخیستلو یادونه وکړه او ګډونوالو ته یې لا زیات معلومات ورکړل.

دغه راز د دې ناستې په دوام د روغتیا سرپرست وزیر ډاکټر وحید مجروح او په افغانستان کې د متحده ایالاتو د سفارت شارژدفیر ښاغلي راس ویلسن ترمینځ د تفاهم نامه لاسلیک شوه، ترڅو دغه بنسټ د راتلونکو پنځو کلونو لپاره د نري رنځ په وړاندې مبارزه کې د افغانستان روغتیا سکتور سره مالي او تخنیکي همکاري وکړي.

ښاغلي ویلسن په دې ناسته کې د افغانستان له روغتیا سکتور سره د خپل هېواد د دوامداره همکاري خبر ورکړ زیاته یې کړه: "متحده ایالات ژمن دی چې د راتلونکو پنځو کلونو لپاره د نري رنځ له منځه وړلو ملي پروګرام سره مالي او تخنیکي همکارۍ وکړي ترڅو هغه ننګونې چې دا پروګرام ورسره مخ دی ورته لاسرسی وشي، او همدارنګه د افغانستان خلکو لپاره په کور دننه د تشخیص او درملنې زمینه برابره شي خلک د دې هیواد درملنه باید وشي او د دې خلکو لپار په کور دننه د درملنې او تشخیص زمینه برابره شي ترڅو د درملنې لپاره بهر ته د دوی له تګ څخه مخنیوئ وشي.

په ورته وخت کې، ډاکټر مجروح د افغانستان د روغتیا سکتور سره د روغتیا د ټولو نړیوالو همکارانو، په ځانګړي توګه متحده ایالاتو، د مرستې او همکارۍ مننه وکړه او ژمنه یې وکړه چې دغه مرستې به په ولایتونو، ولسوالیو او کلیو کې په شفاف او عادلانه ډول له اړتیا سره سم واستوي.

له بلې خوا، د دې ناستې په لړ کې د نري رنځ د ناروغانو له منځه وړلو بورډ رئیس مېرمن سیما ثمر، په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د پراختیايي ادارې د څانګې استازې مېرمن سورایو او د روغتیا سازمان استازي د نري رنځ نړیوالې ورځ د نمانځلو په پار خبرې وکړې او په دې برخه کې د افغانستان د عامې روغتیا وزارت سره د دوی د همکاریو پر دوام یې ټینګار وکړ.

Latest news

Wed, Nov 27 2024 9:21 AM
Background image

Comprehensive Inspections in Zabul, Paktika and Jawzjan Province

In Zabul, Paktika, and Jawzjan provinces, comprehensive inspections carried out by the Departments of Food and Medicine led to the identification and confiscation of 97 expired and. . .

Mon, Nov 25 2024 12:22 PM
Background image

Public Health Directorate of Paktia Trains 16 Health Officials on DHIS2 System in Collaboration with Global Fund

In collaboration with the Global Fund, the Public Health Directorate of Paktia delivered a three-day training on the effective use of the DHIS2 national application to 16 health. . .

Tue, Nov 19 2024 2:42 PM
Background image

The Spokesperson and Director of Public Relations for the Ministry of Public Convenes a Coordination Meeting with Representatives of Media

Dr. Sharafat Zaman Amar Khil, the spokesperson and director of public relations for the Ministry of Public Health, presided over a high-level coordination meeting with media. . .

BACK TO NEWS