د کره راپور ورکونې او د پي سي آر ازمایښت د قیمت د تثبیت په پار د خصوصي سکتور له استازو سره ناسته ترسره شوه
دوشنبه، غبرګولی ١٤٠٠/٣١
د عامې روغتیا وزارت د پالیسۍ او پلان مرستیال ډاکتر محمد شفیق میرزا زاده، د یوې ناستې په ترڅ کې په خصوصي روغتونونو کې د پي سي آر ازمایښت د قیمت تثبیت او کره راپور ورکولو په اړه د خصوصي سکتور له استازو سره خبرې وکړې.
په دې ناسته کې په خصوصي روغتیایي مرکزونو کې د پي سي آر ازمایښت د دقیق راپور ورکولو او د عامې روغتیا وزارت DHIS2 ډېټابېس کې د دې ارقامو په شاملول، او همدارنګه د پي سي آر ازموینو لپاره مناسب نرخ/قیمت ټاکلو په اړه بحث او تباد د نظر وشو.
د عامې روغتیا وزارت د پالیسۍ او پلان مرستیال د خصوصي سکتور له استازو وغوښتل چې د کره او پر وخت راپور ورکولو او همدرانګه په روغتیایي مرکزونو کې د پي سي آر ازمایښت د ترسره کولو لپاره د مناسب قیمت ټاکلو ته جدي پاملرنه وکړي او په دې حساسو شرایطو کې چې هېواد د کورونا درېیمه څپه کې واقع دی خپل ملي مسؤولیت ادا کړي.
د ناستې په دوام ډاکتر میرزا زاده د خصوصي روغتیایي مرکزونو لپاره د عامې روغتیا وزارت لخوا د وضع شوي قوانینو او لوایحو د ارزونې او پلي کولو په پار د یو ټیم د جوړېدو په اړه ګډونوالو ته معلومات ورکړل او د خصوصي سکتور له استازو څخه یې وغوښتل چې د هغه مطابق عمل وکړي.
له بلې خوا، د خصوصي سکتور استازو د یادو مسلو په اړه خپلې غوښتنې او وړاندیزونه وړاندې کړل او د عامې روغتیا وزارت مشرتابه سره یې خپله همکاري اعلان کړه.