د اندراګاندي صحت طفل روغتون کې د ماشومانو د زړه د جراحي مرکز ګټې اخیستنې ته وسپارل شو

Panah_moph
Tue, Feb 01 2022 3:04 AM
د اندراګاندي صحت طفل روغتون کې د ماشومانو د زړه د جراحي مرکز ګټې اخیستنې ته وسپارل شو

سه شنبه، سلواغه ۱۲/ ۱۴۰۰

د عامې روغتیا وزارت د روغتیایي خدمتونو وړاندې کولو مرستیال ډاکترعبدالباري عمر، د پالیسۍ او پلان مرستیال ډاکتر حسن غیاثي د یوې ناستې په ترڅ کې د اندراګاندي صحت طفل روغتون کې د ماشومانو د زړه جراحۍ د مرکز پرانیسته او ګټې اخیستنې ته وسپاره.

د روغتيايي خدمتونو وړاندې کولو مرستیال ډاکتر عبدالباري عمر، د دې څانګې پرانيستل په هېواد کې د هېوادوالو لپاره د روغتيايي خدمتونو د کيفيت د لوړولو په برخه کې يوه ستره لاسته راوړنه وبلله او زياته يې کړه، چې د دې څانګې په پرانیستلو سره به وکولای شو هغه ماشومان چې د زړه جراحۍ ته اړتیا لري په هېواد دننه کادرونو په مټ یې درملنه وکړو او بهر ته د دوی د تګ مخه ونیول شي.

دغه راز د عامې روغتیا وزارت مرستیال زیاته کړه، د روغتیايي خدمتونو د کیفیت لوړول، په بندرونو کې د کیفیت د کنټرول لابراتوارونو جوړول، له داخلي سرچینو څخه استفاده، د مسلکي کسانو لپاره د کاري فرصتونو برابرول، د فساد مخنیوی، د باور رامنځته کول، شفافیت او د روغتیايي کارکوونکو د ظرفیت لوړول د عامې روغتیا وزارت له لومړیتوبونو څخه دي او په دې برخه کې هڅې روانې دي.

سربېره پردې ډاکترعمر، په وزير محمد اکبر خان روغتون کې د ارتروسکوپي او اوزون تراپي د درملنې فوق تخصصي څانګو د پرانستلو په ګډون د عامې روغتيا وزارت د وروستيو لاسته راوړنو يادونه وکړه او ژمنه يې وکړه چې په ټول هېواد کې هر وګړي ته به د معياري او با کيفيته روغتيايي خدمتونو د وړاندې کولو لپاره هلې ځلې وکړي.
له بلې خوا د عامې روغتیا وزارت د پالیسۍ او پلان مرستیال ډاکتر حسن غیاثي، د دې برخې پرانیستل په هېواد کې د روغتیا په برخه کې یو اغېزمن ګام بولي او د افغان ماشومانو لپاره یې ښه زېری ګڼي.
 .
همدارنګه د پاليسۍ او پلان مرستيال، د روغتيايي کارکوونکو د کار او هڅو ستاينه وکړه او ويې ويل: نن موږ په عملي توګه نړۍ ته ثابته کړه چې افغانان په هره برخه کې د پام وړ وړتياوې لري، په تېره بيا په علمي برخه کې چې موږ يې نن شاهدان يو.

د يادونې وړ ده، چې د اندراګاندي صحت طفل روغتون د ماشومانو د زړه د جراحۍ څانګې کار په ٢٠١٨ کال کې د ايټاليا هېواد په مالي او تخنيکي همکارۍ او د عامې روغتيا وزارت په رهبرۍ پيل شو او د شته ننګونو له امله نن بېرته فعال شو.

Latest news

Thu, Aug 06 2026 2:28 PM
Background image

MoPH Signs US$180,503 MoU with AYSO to Reduce Stunting and Malnutrition in Nangarhar

The Ministry of Public Health has signed a two-year MoU worth USD 180,503 with the Afghan Youth Services Organization (AYSO) to reduce the prevalence of stunting and other forms of. . .

Thu, Aug 06 2026 2:18 PM
Background image

MoPH Holds Online Meeting to Review SHAMS Research Framework

The Director of the National Health Institute of the Ministry of Public Health, Dr. Abdul Jabbar Haidar, held an online meeting with a representative of the World Health Organization. . .

Thu, Aug 06 2026 10:37 AM
Background image

MoPH Inspects Telecommunications Antennas in Kabul to Ensure Radiation Safety Standards

The Radiation Protection Department of the Ministry of Public Health’s Environmental Health Directorate conducted an inspection of telecommunications antennas in Kabul’s Nineth District. . .

BACK TO NEWS