سمنګان ولایت کې د روغتیایي سکتور ۵ بنسټیزې پروژې ګتې اخیستنې ته وسپارل شوې
د افغانستان اسلامي امارت د عامې روغتیا وزارت د مالي او اداري چارو مرستیال مولوي محمد اسحاق صاحبزاده له لوري سمنګان ولایت کې د څه د پاسه ۳۸ میلیونه افغانیو په ارزښت د روغتیايي سکتور پنځه بنسټیزې پروژې ګټې اخیستنې ته وسپارل شوې.
په دغو پروژو کې د ۲۰ بابه روغتیايي ځالو ودانۍ، لس روغتیايي مرکزونو کې د لمریزې بریښنا سستم، سمنګان ولایتي روغتون کې د احاطوي دېوال، وسایلو او امبولانسونو لپاره مناسب ځای او د سرسبزه ساحې جوړول شامل دي.
په همدې موخه جوړو شویو مراسمو کې د عامې روغتیا وزارت د مالي او اداري چارو مرستیال مولوي محمد اسحاق صاحبزاده ، د سمنګان والي، عامې روغتیا رئیس، ډاکټرانو، دیني عالمانو، قومي مشرانو او د سیمې اوسیدونکو ګډون کړی و.
د عامې روغتیا وزارت د مالي او اداري چارو مرستیال مولوي محمد اسحاق صاحبزاده په یادو مراسمو کې د دغو پنځه بنسټیزو روغتیايي پروژو چارې بشپړېدل سمنګان ولایت کې یوه مهمه لاسته راوړنه وبلله او زیاته یې کړه چې په دې سره به د سمنګان ولایت روغتیايي برخه پیاوړې او خلکو ته د لاس رسي وړ شي.
بلخوا د سمنګان ولایت استازو په ترسره شویو روغتیايي پروژو د خوښۍ څرګندولو ترڅنګ له عامې روغتیا وزارت مننه وکړه چې روغتیا برخه کې یې دغه ولایت ته ځانګړې پاملرنه کړې.