د غضنفر طبي ژورنال، اوومې ګڼې لپاره د مقالې منل !

rasooli_admin
MOPH

د غضنفر طبي ژورنال

 د طبي ژورنال پېژندنه:

 د غضنفر طبي ژورنال په ۲۰۱۶ لمریز کال کې د روغتیا برخې متخصصینو له لوري د افغانستان د عامې روغتیا ملي انسټیټیوټ د عامې روغتیا د څېړنې او کلینیکي مطالعاتو ریاست تر چتر لاندې پیل شو.

  دې ژورنال له ۲۰۱۶ څخه تر ۲۰۲۳ پورې د روغتیا په برخه کې د ګڼ شمېر علمي او څېړنیزو مقالو په خپرولو سره د څېړونکو په منځ کې یو معتبر مقام ترلاسه کړی دی.

د غضنفر طبي ژورنال موخې د علمي-څېړنیزو مقالو خپرول دي، چې د څېړنې کچې او په علمي او تعلیمي برخو کې د څېړنې بنسټیز کولو کې مرسته کوي، د څېړونکو او علمي مرکزونو ترمنځ د اړیکو لپاره یو مناسب پلیټ فارم رامینځته کول او څېړنه د روغتیايي ټولنې د غړو د علمي کچې د ښه کولو لپاره د نویو علمي او څېړنیزو لاسته راوړنو کارول دي.

د افغانستان د عامې روغتیا ملي انسټېټیوټ د عامې روغتیا د څېړنو او کلینیکي مطالعاتو ریاست د غضنفر طبي ژورنال اوومه ګڼه خپروي، چې د روغتیا بېلا بېل موضوعات به منعکس کړي، نشر ته سپاري.  له همدې امله، د عامې روغتیا وزارت له ټولو اړوندو ادارو، د روغتیا سکټور څانګو، ملي او نړیوالو ادارو څخه چې په افغانستان کې یې څېړنې یا سروې ګانې ترسره کړي او غواړي چې خپرې یې کړي، هیله کېږي چې خپلې علمي او څېړنیزې مقالې په پورته ذکر شوي ژورنال کې د خپرولو لپاره د gmj@moph.gov.af برېښنالیک ته واستوئ.

د مقالې د منلو شرایط:

 - د مقالې محتوا د دې نشریې له موخو سره سمون لري.

 - مقاله باید علمي او څېړنیز اړخ ولري.

 - مقاله باید شاوخوا ۲۰۰۰ څخه تر ۳۰۰۰ کلمو پورې وي.

 - مخکې په هېڅ کورني یا بهرني نشراتو کې نه وي خپور شوی او نه هم په ورته وخت کې نورو ژورنالونو ته سپارل شوی وي.

 - مقاله باید په انګلیسي (امریکایي بڼه) یا د هېواد په یوه ملي ژبه (پښتو او دري) وي.

 - مقاله باید باوري سرچینې ولري.

 - موضوع باید د عامې روغتیا وزارت د روغتیايي ستونزو او لومړیتوبونو په پام کې نیولو سره ولیکل شي، چې د روغتیایی کارکوونکو ترمنځ د پوهاوي لوړولو کې اغېزمن رول ولوبوي، ولیکل شي.

 اړیکه: +۹۳ ۷۸۵۰۹۲۹۷۶ - +۹۳۷۴۴۴۱۱۳۱۱

Documents

moph

Latest announcements

Wed, May 22 2024 9:18 AM
Background image

Notice of Mobile Health Camps for Eye Care by the Ministry of Public Health

The Ministry of Public Health is pleased to announce the launch of a project aimed at establishing and equipping mobile health camps to provide essential eye care services in remote and . . .

Mon, Apr 29 2024 11:01 AM
Background image

The national campaign for polio

The national campaign for polio immunization was initiated today throughout the country

Wed, Feb 21 2024 10:17 AM
Background image

Announcement of the General Directorate of Human Resources!

Distribution of appointment times for the most doctoral candidates including the year 1403 batches

Back to announcements