د ا.ا.ا. د عامې روغتیا وزیر ښاغلي مولوي نور جلال جلالي د ایران په مرکز تهران کې فوق تخصصي پروګرامونو کې د تحصیل کونکو افغان متخصصینو سره لیدنه ترسره کړه

په دې لیدنه کې د عامې روغتیا وزیر د فوق تخصصي برنامو ګډونوالو افغان متخصصینو وړاندیزونه او ستونزې په غور سره واوریدلې او هغوی ته یې د اسانتیاوو د ایجاد او ستونزو د حل ډاډ ورکړ.
دغه راز، ښاغلي وزیر یادو متخصصینو ته د ډاډ تر څنګ وویل، تاسې ته افغانان اړتیا لري او د تحصیلي دورې له بشپړولو وروسته به تاسې ته په دولتي سکټور کې د خدمت کولو زمینه برابره شي ترڅو تاسې وکولای شئ د روغتیايي خدماتو په برخه کې نوې تجربې شریکې او د غوره خدماتو ذریعه شئ.