د ا.ا.ا. د عامې روغتیا وزیر ښاغلي مولوي نور جلال جلالي د ایران په مرکز تهران کې فوق تخصصي پروګرامونو کې د تحصیل کونکو افغان متخصصینو سره لیدنه ترسره کړه

rasooli_admin
شنبه ۱۴۰۴/۳/۲۴ - ۱۵:۵۴
MOPH

په دې لیدنه کې د عامې روغتیا وزیر د فوق تخصصي برنامو ګډونوالو افغان متخصصینو وړاندیزونه او ستونزې په غور سره واوریدلې او هغوی ته یې د اسانتیاوو د ایجاد او ستونزو د حل ډاډ ورکړ.

دغه راز، ښاغلي وزیر یادو متخصصینو ته د ډاډ تر څنګ وویل، تاسې ته افغانان اړتیا لري او د تحصیلي دورې له بشپړولو وروسته به تاسې ته په دولتي سکټور کې د خدمت کولو زمینه برابره شي ترڅو تاسې وکولای شئ د روغتیايي خدماتو په برخه کې نوې تجربې شریکې او د غوره خدماتو ذریعه شئ.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۱/۲۰ - ۱۲:۳
Background image

د اصلاحاتو، بازار تنظیم او د کورنیو تولیداتو پیاوړتیا په موخه د خوړو او درملو معینیت د رهبرۍ ناسته ترسره شوه.

دغه ناسته د عامې روغتیا وزارت د خوړو او درملو معینیت د اداري شورا، د دې معینیت د رهبرۍ، د بېلابېلو برخو رئیسانو او مشاورینو په شتون کې د هېواد د خوړو او درملو سکتور د فعالیتونو ښه والي،. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۱/۲۰ - ۱۱:۲۱
Background image

د عامې روغتيا وزارت د خوړو او درملو معينيت له لوري د کابل ولایت په ګزک سیمه کې ۴۹۲۱ کيلو ګرامه له نېټې تېر او بې کيفيته خوراکي توکي له منځه یووړل شول

دغه توکي د لابراتواري ازموینو په پایلو کې منفي تثبیت شوي، چې د عامې روغتيا وزارت د خوړو او درملو معينيت د خوراکي توکو تاسیساتو د څارنې امریت مسؤلینو له لوري د کابل ولایت په بېلا بېلو. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۱/۲۰ - ۱۱:۱۶
Background image

د عامې روغتیا وزارت د عامه تغذیې ریاست له لوري د مور او ماشوم د تغذیې ملي لارښود د بیاکتنې او نوي کولو په موخه دوه ورځنی تخنیکي ورکشاپ ترسره شو

دغه ورکشاپ چې موخه یې د مور او ماشوم د تغذیې برخه کې د موجود ملي لارښود هر اړخیزه تخنیکي بیاکتنه، نوي کول او د نړیوالو شواهدو پر بنسټ د وروستیو سپارښتنو، په ځانګړې توګه د روغتیا نړیوال. . .

BACK TO NEWS