د اصلاحاتو، بازار تنظیم او د کورنیو تولیداتو پیاوړتیا په موخه د خوړو او درملو معینیت د رهبرۍ ناسته ترسره شوه.

rasooli_admin
پنجشنبه ۱۴۰۵/۱/۲۰ - ۱۲:۳
moph

دغه ناسته د عامې روغتیا وزارت د خوړو او درملو معینیت د اداري شورا، د دې معینیت د رهبرۍ، د بېلابېلو برخو رئیسانو او مشاورینو په شتون کې د هېواد د خوړو او درملو سکتور د فعالیتونو ښه والي، د یو شمېر مهمو موضوعاتو د څېړلو او لازمو پرېکړو کولو په موخه ترسره شوه.

په دې ناسته کې د ۱۴۰۴هـ ش کال د فعالیتونو د پرمختګ راپور، د کاري پروسو ډیجیټل کول او د بېلابېلو برخو د اجرااتو ارزونه ترسره شوه. همدارنګه د رهبرۍ د فرمانونو او لارښوونو پر پلي کېدو، په ځانګړي ډول د بهرنیو اصطلاحاتو پر ځای د اداري بدیلو اصطلاحاتو کارولو او د سیستمونو پر ښه والي ټینګار وشو.

سربېره پر دې، د درملو د وارداتو اړوند ستونزې، په ځانګړي ډول هغه پاکستاني درمل چې بند پاتې دي، وڅېړل شوې او په دې برخه کې د لازمو تدابیرو پر نیولو بحث ترسره شو، چې د واردوونکو لپاره د اسانتیاوو برابرول، د احتکار مخنیوی او په بازار کې د بیو تنظیم هم د دې ناستې له مهمو موضوعاتو څخه وو.

همدارنګه، د تولید برخه کې د خوړو او درملو د کورنیو تولیداتو د ودې لپاره پر حمایوي طرحو او طرزالعملونو، د فابریکو ترمنځ پر واټن، د تولیدي تاسیساتو د جوړېدو لپاره د معیارونو پر ټاکلو او د تولیدي شرکتونو ستونزو ته پر رسېدنې تمرکز وشو. دغه راز، د صنعتي پارکونو د جوړېدو لپاره د ځمکې وېش او په دې برخه کې د پانګونې ملاتړ هم وارزول شو.

د ناستې پر دوام د لابراتوارونو ظرفیت لوړول، د کیفیت کنټرول لابراتوارونو لپاره د پرمختللو تجهیزاتو پېرودل او د کنټرول سیستمونو ښه والی او یو شمېر نور موضوعات هم تر بحث لاندې ونیول شول.

په پای کې د خوړو او درملو معینیت رهبرۍ د اړوندو څانګو ترمنځ پر لا ډېرې همغږۍ، د اجراآتو پر چټکتیا او د خلکو لپاره د خوندي او معیاري درملو او خوړو پر برابرولو ټینګار وکړ او اړوندو مسؤلینو ته یې لازمې لارښوونې وکړې.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۴/۱۰ - ۱۴:۲۴
Background image

د ۱۴۴۸ هـ ق کال د خوړو او درملو معینیت د اداري شورا لومړۍ غونډه ترسره شوه

یاده غونډه د عامې روغتيا وزارت د خوړو او درملو مرستیال، ښاغلي مولوي حمدالله زاهد په مشرۍ د مرکزي رئیسانو، امرینو او د دې معینیت د بېلابېلو څانګو د مسؤلینو په شتون کې ترسره شوه.

په دې. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۴/۱۰ - ۱۴:۲۱
Background image

د دوو مرکزي روغتونونو مسلکي کارکوونکو ته د فارمکوویجیلانس (د درملو د څارنې) سیسټم په اړه د عامه پوهاوي پروګرام ترسره شو

یاد پروګرام د عامې روغتیا وزارت د خوړو او درملو معینیت د څارنې او پلټنې ریاست اړوند د ویجیلانس آمریت له لوري د افغان سرې میاشتې مرکزي او د شهید سردار محمد داوود خان ۴۰۰ بستریز روغتونونو. . .

BACK TO NEWS