د عامې روغتیا وزارت د مرکزي ادارو او دوهمي واحدونو لپاره د ۲۷ قلمه تنظیفاتي موادو د افر پرانیستې پروسه تر سره شوه
یاده پروسه د عامې روغتیا وزارت د تدارکاتو رئیس، مالي او اداري ریاستونو او یو شمېر لوژستیکي شرکتونو د استازو په شتون کې تر سره شوه.
د عامې روغتیا وزارت د تدارکاتو رئیس، استاد محمد یونس غالب وویل «دغه پروسه په بشپړه توګه شفافه ده او له هغه شرکت څخه چې بریالی کېږي، هیله لرو، چې د تنظیفاتي موادو تهیه او تدارک د عامې روغتیا وزارت له شرطونو سره سم ترسره کړي.
بل لور د لوژستیکي شرکتونو استازو ژمنه وکړه، که په دې پروسه کې بریالي شي، د عامې روغتیا وزارت له معیارونو سره سم به د تنظیفاتي موادو تدارک تر سره کوي.
