د عامې روغتیا وزیر او د World Health Organization استازي ترمنځ د روغتیايي همکاریو پر پیاوړتیا خبرې
د افغانستان ا.ا د عامې روغتیا وزیر، ښاغلي مولوي نور جلال جلالي په خپل کاري دفتر کې د افغانستان لپاره د روغتیا نړیوال سازمان له مشر ډاکټر اډوین سنیزا سلواډر او مل پلاوي سره ليدنه ترسره کړه
په دغه لیدنه کې د ظرفیت لوړونې پروګرامونو، په ځانګړي ډول د رواني روغتیا، سرطان، پولیو، کډوالو او لابراتوارونو په اړه بحث او خبرې ترسره شوې.
د عامې روغتیا وزیر، ښاغلي مولوي نور جلال جلالي وویل: "موږ په پوره ژمنتیا سره د هېواد روغتیايي سیسټم پیاوړتیا لپاره کار کوو او هڅه کوو چې د نړیوالو بنسټونو په همکارۍ ټولو هېوادوالو ته باکیفیته روغتیايي خدمات وړاندې کړو."
همدارنګه، د روغتیا نړیوال سازمان مشر وویل: موږ له عامې روغتیا وزارت سره د ظرفیت لوړونې، خدماتو ښه والي او نورو روغتیايي برخو کې دوامدارې همکارۍ ته چمتو یو.
