ارزګان، ننګرهار او خوست ولایتونو کې له یو شمېر درملتونونو او روغتیایي کتنځایونو څخه نظارت ترسره شو

rasooli_admin
شنبه ۱۴۰۴/۷/۱۹ - ۱۰:۳۹
MOPH

دغه نظارت د یادو ولایتونو د عامې روغتیا ریاست مسؤلینو له‌ لوري ترسره شو، چې پایله کې یې ارزګان ولایت کې ۱۱ قلمه له نېټې تېر درمل راټول شول، ننګرهار ولایت کې دوه درملتونونه د ډاکټر له نسخې پرته د عصبي درملو پلور له امله او خوست ولایت کې هم څلور درملتونونه د غیر قانوني فعالیت له امله وتړل شول.

دغه راز، د یاد نظارت پر مهال اړوندو مسؤلینو ته د کیفیت ښه‌ والي او روغتیایي قوانینو مراعتولو په اړه لازمې لارښوونې وشوې، چې د نه مرعتولو په صورت کې به له قانوني چلند سره مخ شي.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۱/۱۳ - ۱۳:۳۶
Background image

د قزاقستان په مرسته په کابل کې د ۱۰۰ بستریز تخصصي او فوق تخصصي روزنیز روغتون طرحه نهایي شوه

د عامې روغتیا وزارت د پلان او پاليسۍ لوی ریاست اړوند د پلان او برنامه‌ ریزۍ ریاست له لوري په مرکز کابل کې د قزاقستان هېواد له لوري د جوړېدونکي ۱۰۰ بستریز تخصصي او فوق تخصصي روزنیز. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۱/۱۲ - ۱۵:۱۹
Background image

د عامې روغتیا وزارت د اندراګاندي د ماشومانو درملنې ملي او تخصصي روغتون کې د روغتونونو د ډیجټلایزیشن په موخه ناسته ترسره شوه

په دې ناسته کې چې د عامې روغتیا وزارت د معالجوي طب لوی رئیس ډاکټر وحدت الکوزي، د تخصصي او ثالثي روغتونونو رئیس ډاکټر امین الله مومند او د مرکزي روغتونونو د بېلابېلو څانګو متخصصینو شتون. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۱/۱۲ - ۱۴:۱۹
Background image

د سرویلانس سیستم د پیاوړتیا او همغږۍ لپاره درې ورځنی ورکشاپ پیل شو

د عامې روغتیا وزارت د څارنې او پلټنې لوی ریاست له لوري د سرویلانس څانګې د ولایتي مسؤلینو علمي کچې لوړولو او د مرکز او ولایتونو تر منځ د ښې همغږۍ په موخه درې ورځنی ورکشاپ پیل شو.

د دې. . .

BACK TO NEWS