تدارکاتي اعلان!

rasooli_admin
MOPH

Publish Date

Closing Date

د 1403 مالي کال لپاره (120)قلمه مطبوع او غیر مطبوع قرطاسیه باب تهيه او تدارک کول ګڼه - MOPH/NCB/IGICH/1403/G7  د اندراګاندي د ماشومانو د درملنې انستیتوت دتدارکاتو لوی مدیریت

لخوا ټولو په شرایطو وړ داوطلبانو ته بلنه ورکول کېږي تر څو د  ۱۴۰۳ مالي کال لپاره 120 قلمه مطبوع او غیر مطبوع قرطاسیه باب تهيه او تدارک کول  داوطلبۍ پروسه کې ګډون وکړي او د اړونده چاپ شوي شرط پاڼې یو نقل په وړیا ډول د اندراګاندي د ماشومانو درملني انستیتوت د تدارکاتو لوي مدیریت څخه په میموري یا فلش ډیسک کې ترلاسه کړي.

د تدارکاتو قانون، کړنلارې او په شرط پاڼې کې د ذکر شویو شرایطو سره سم دې خپل وړاندیزونه په سرتړلي توګه د خبرتیا نېټې د خپرولو څخه بیا تر د 1403/05/25 نیټه پنج شنبې ورځ له غرمې څخه مخکې په 11 بجو کابل ښار کې د وزیر محمد اکبر خان میني لسم سړک د شهید محمد داود خان روغتون د زړې دروازې مخامخ د اندراګاندي د ماشومانو د درملنې انستیتوت لومړي پوړ د غونډو تالار ته وسپاري ناوخته رسیدلي او انټرنېټي وړاندیزونه د منلو وړ نه دي.

د وړاندیز  تضمین { د بانک ګرانتي ده چه د یو اعتبار لرونکی بانک (120,000) یو لک او شل زره افغانی مبلغ او شرط پاڼې سره مل یوه ورځ د وړاندیز پرانیستلو غونډي څخه مخکي د پورته ادرس مطابق د غونډو تالار ته  وسپاري، او د وړاندیز پرانېستلو غونډه { 1403/05/27 } نیټه د شنبې ورځ  10:00 بجې د غرمې څخه مخکې د اندراګاندي د ماشومانو د درملنې انستیتوت لومړي پوړ د غونډو تالار } کې دایرېږي.

More tenders

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۱/۲۶ - ۱۳:۵۱
Background image

د تړون ورکړې خبرتیا!

د تدارکاتو قانون د دري څلوېښتمې مادې د دوهمې فقرې سره سم، ټولو ته خبر ورکول کېږي، چې د الشفاء ملي روغتون په پام کې لري؛ ترڅو د پخلنځي لپاره یو قلم مایع ګاز چمتو او تدارک کړي.

دا تدارک . . .

یکشنبه ۱۴۰۴/۱/۲۴ - ۱۰:۱
Background image

د داوطلبۍ خبرتیا!

د عامې روغتیا وزارت د تدارکاتو ریاست ټولو په شرایطو  برابرو  داوطلبانو ته بلنه ورکوي؛ چې د عامې روغتیا وزارت د مرکزي ریاستونو او دوهمو واحدونو د اړتیا وړ فلترباب او روغنیاتو  پېرل او . . .

یکشنبه ۱۴۰۴/۱/۱۷ - ۱۳:۰
Background image

د داوطلبۍ خبرتیا!

د عامې روغتیا وزارت د تدارکاتو ریاست ټولو په شرایطو  برابرو  داوطلبانو ته بلنه ورکوي؛ چې د عامې روغتیا وزارت اړوند لاندې روغتونونو د ناورغانو، نوکریوالانو، او خواړو پخلي لپاره د مایع . . .

Back to tenders